د داعش پر وړاندې عملیاتو کې درې تنه لبناني پوځیان وژل شوي

د داعش پر وړاندې عملیاتو کې درې تنه لبناني پوځیان وژل شوي



د لبنان پوځ اعلان کړی دی چې د لبنان او سوریې پولې ته نېږدې د داعش پر وړاندې د عملیاتو لړ کې درې لبناني پوځیان وژل شوي دي او یو بل ټپی دی.
د لبنان پوځ یوه ورځ مخکې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات پیل کړي دي چې په دوهمه ورځ یې د یوه ځمکني ماین د چاونې له امله چې د یاد پوځ په یوه زغروال ګاډي پسې یې چاودنه کړه درې تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.
له بلې خوا د سوریې پوځ او د لبنان حزب الله شیعه ډله وایي چې د سوریې او لبنان سرحدي سیمو څخه یې داعش ډله شړلې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top