د بلخ والي وایي په چمتال ولسوالۍ کې به پوځي اډه جوړه شي

د بلخ والي وایي په چمتال ولسوالۍ کې به پوځي اډه جوړه شي



د بلخ والي عطامحمد نور وایي چې د یاد ولایت په چمتال ناارامه ولسوالۍ کې به یوه پوځي اډه او تر څنګ یې څو پوستې هم جوړې شي.
نوموړي دا خبرې ازادۍ راډیو ته کړي او ویلي یې دي چې په یاده ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو ۵ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا وسله والو طالبانو ویلي دي چې په چمتال ولسوالۍ کې یې ګڼ شمېر افغان ځواکونو ته زیان رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر بلخ والي تور پورې دی چې د بلخ د ځینو ولسوالیو په نا ارامه کولو کې په خپله لاس لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top