محمود عباس د فلسطین او اسراییل سولې لپاره د ټرمپ څرګند دریځ ته په تمه دی

محمود عباس د فلسطین او اسراییل سولې لپاره د ټرمپ څرګند دریځ ته په تمه دی



د فلسطین ولسمشر محمود عباس یو ویاند نبیل ابو رودینه ویلي دي چې ولسمشر عباس په منځني ختیځ کې د سولې خبرو په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګند دریځ ته په تمه دی.
ابو رودینه زیاته کړې ده چې عباس د فلسطین او اسراییل د دوو دولتونو جوړیدلو طرحې په اړه وضاحت غوښتلی دی.
یاده طرحه غربي هیوادونو له دوولسیزو راهیسې وړاندې کړې ده چې فلسطینې اولس ته د منلو نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې راروانه اونۍ د ډونالډ ټرمپ زوم منځني ختیځ ته په سفر ځي تر څو د اسراییل او فلسطین د سولې خبرو په اړه چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ټپه ولاړې دي هڅې وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top