د عراق پوځ د تلعفر ښار نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي

د عراق پوځ د تلعفر ښار نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي



د عراق پوځ وایي چې د داعش ډلې څخه د تلعفر ښار د نیولو لپاره یې پوځي عملیات پیل کړي دي.
د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي وایي چې دوی له موصل وروسته د تلعفر ښار هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.
یاد پوځي عملیات په داسې حال کې پیل شوي دي چې د امریکا هوایي ملاتړ هم ورسره مل دی.
د داعش پر وړاندې د جولای په میاشت کې د موصل ښار د نیولو او عملیاتو پای ته رسولو وروسته د عراقي ځواکونو له خوا د تلعفر ښار نیولو عملیات تر سر کیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top