ټرمپ نن د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژۍ مهم ټکي بیانوي

ټرمپ نن د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژۍ مهم ټکي بیانوي



د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دافغانستان په اړه د امریکا نوي ستراتیژۍ مهم ټکي بیانوي.
ټرمپ وروسته له هغې یاد تصمیم نیسي چې د یاد هیواد په کیم ډیویډ کې یې د پوځي مشرانو سره مهمه غونډه تر سره کړه او د افغانستان په اړه د یاد هیواد ګټو ته ژمنې ستراتیژۍ په اړه پکې خبرې وشوې.
د امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس ویلي دې چې ټرمپ د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ په باب خپله فیصله کړې ده.
نوموړي ویلي دي چې د دې ستراتیژۍ په اړه په کیم ډیویډ کې د ټرمپ خبرې مهمې او هر اړخیزې وې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top