طبعي زيرمې او زمونږ هيواد

طبعي زيرمې او زمونږ هيواد


ليکوال بذرګل شاه ساپی تخلص شاه افغان ساپی
د څلور لسيزو راهيسې زموږ هيواد دجګړو په اور کې سوځي او لا ورځ تربلې جګړه دزياتيدو په لور روانه ده، که چيرې زمونږ په هيواد کې جګړې نه وي او يا جګړه پای ته ورسیږي احتمال لري چى مونږ دنړۍ دشتمن هيوادونو په قطار کښى ودريږو.
زمونږ هيواد په لوړه کچه طبعي زيرمې لري، خو متاسفانه تر اوسه پورې زمونږ دولتونه په دې ونتوانيدل چى په کامل ډول خپلو ټولو طبعي زيرمو ته لاس رسي ولري زمونږ د هيواد  دطبعي زيرمو په اړه په 2008 ميلادي کال د پاکستان (ندائى ملت) مجلې يوه مقاله خپره کړې وه، مجله د اتومي سائينس پوه دکتور سلطان بشير محمود په حواله ليکي چى په افغانستان کې د تيلو، ګازو، مسو، اوسپنې  او د سرو زرو  په لوړه کچه زيرمې شتون لري، دافغانستان په بلخ ولايت کښى روسانو دوه ويشت(22) داسى ځایونه په نښه کړي ؤ، هلته کې به دومره تيل شتون لري چې افغانستان به په راتلونکى کې سعودي عربستان وي په دغو دوه ويشت(22) ځایونه اته(8) داسى کوهيان (څاګانې) شتون لري چې د سلګونو کلونو پورې د خپل (پريشر) په واسطه کولى شي ځمکې د تل(بيخ) نه تيل استخراج کړي.
مجلې افغانستان کې ګازو ته په اشاره ليکي، په افغانستان کې دګازو بې اندازې زيرمې شتون شتو، روسانو دجنګ په دوران کښى دورځى په لکونو متر مکعبه cubec metters) ) ګاز له افغانستان څخه واردو.
دګازو او تيلو نه وروسته دنړۍ تر ټولو لويه شتمني اوسپنه ده،مجله دUNDP)) د راپور په حواله لیکي چې دافغانستان په اولس(17) ځایونو کې د سلګونو مليونو ټنه د اوسپنې زیرمې شتون لري په افغانستان کې دمسو زيرمې دنړۍ تر ټولو هيوادونو څخه زياتې، په افغانستان کښى چى دسرو زرو کومه اندازه چې ښودل شويده په يو ټن(1000کيلو ګرام) ډبره کښى د(9) ګرامه نه تر د(11) ګرامه پورى ده دافغانستان په غزني ولايت کښى په لوړه کچه دسرو زرو زيرمې شتون لري مجله دUNDP په حواله ليکي چى په غزني کښى سل زره ټنه څخه زيات سره زر شتون لري الله رب العزت چى دغه هيواد دکومو قيمتي ډبرو څحه برخمن کړى دى دهغى خو به هيڅ هم نه وايو پرته لدى څحه داسى داسى استراتیژیک فلزی عناصر شتون لري، په کومو چې اوسني فضايي هوائي او سمندري  ټکنالوژي پرمختګ اتکا کوي، مجله ليکي په افغانستان کښى دليتهيم دومره زيرمې شتون لري چې په راتلونکي وخت کې به په هيڅ يو هيواد کښى نه وي.
 ياده دوي چى هائيدرجن بم ته دليتهيم اړتيا وي پرته لدى ده دانرجي تر ټولو ستره وسيله ده همدغه قيمتي فلزات(Metals ) دي چې د افغانستان په کونړ ولايت کې په لوړه کچه شتون لری.
 مجله دافغانستان خوست ولايت په اړه ليکي چې په خوست ولايت کې تيتان یم په لوړه کچه شتون لري دهمدغى قيمتي فلزاتو څخه ميزائيل(لري واټن ويشتونکي توغندي) چټکې الوتکې فضائي موټري او سمندري بيړيو پورزې جوړيږي، که چيرى جغرافيايي ارزښت ته وکتل شي نو افغانستان ته دمنځينۍ اسيا دپاچائي ور وويل کیږي.
زمونږ هيواد دومره طبعي زيرمې لري چى ثاني يى نشته خو بيا هم زمونږ  هيواد دنړۍ په نيسمتمن هيوادونو په قطار کي راځي، که مونږ دنن نه څلويښت يا پنځوس کاله مخکښى په عربي هيوادونو باندى نظر واچوو، نو هغوی له مونږ نه هم ډير نيسمتمن وو خو نن دنړۍ شتمن هيوادونو په قطار کښى حسابيږي، دا ولې چى هغوي دخپلو طبعي زيرمو څحه ګټه پورته کړه او نن يى دا حال دى چى مونږ ديو څو پیسو د پيدا کولو لپاره هلته دمزدوري لپاره ځو.
زمونږ دولت ته پکار ده چى دخپلو طبعي زيرمو څحه دګټه  اخستنې لپاره زر تر زره د سرمایه ګذاری غم وخوري او د استخراج کار يې پيل کړي  او دنړۍ هغى شرکتونو سره دلاسليک وکړي چې طبعي زيرمى راباسي او څنګه چى تاسو ته معلومه ده چى زمونږ هيواد چين سره دلوګر دمسو عينک کان د استخراج تړون لري اوچینايانو پدى ورستيو کښى لدى لپاره په مسو عينکو د استخراج کار ودروو چى دناامنۍ شکايت يى درلودو زمونږ دولت ته پکار ده چى دمسو عينک کان شاوخوا په بشپړ ډول تصيفه کړي لدى لپاره چى وسله وال پدى بريالي نشي چى دمسوعينک کان داستحراج کار له ځنډ سره مخ شي او د نور کانونو هم غم وخوري.
       دسوکالي او دپرمختلي افغانستان په هيله

tags

ستاسې تبصرې

*


Top