دوه ښادۍ؛ خو جلا جلا طرزونه او رنګونه!!!

دوه ښادۍ؛ خو جلا جلا طرزونه او رنګونه!!!



نن مو د یوه همکار چې دلته په ادبیاتو پوهنځي کې استاذ دی کوژده وه. استاذ سهار وویل: چې نن خبرې
(لفظ) اخیستو ته ځو، څو ملګري به حتما راسره ځئ. ژمنه مو وکړه چې ورسره به ځو. په دولسو بجو
څلور ملګري د زوم له کاروان سره یو ځای شوو او د خسر کره یې لاړو. دلته په پروان مرکز،
چاریکار کې دا رواج دی چې د خبرې اخیستو لپاره زوم هم له ځان سره بیایې. له روغبړ وروسته
سمدستي یې ډوډۍ راوړه. ډوډۍ چې خلاصه شوه. دوه غټ ګلان یې د زوم مخته له ډیرو نورو
سوغاتونو، دستمالونو، او د کور اسبابونو سره څنګ څنګ کیښودل. وروسته د زوم مشر ورور وویل:
ستاسو هسک شخصیت او ستر نشان زمونږه د ورور د تقدیر کښتۍ همدلته تمه کړه.
هیله ده مونږ ته دا ویاړ را وبښئ او نامیده مو له درګاه و نه شړې. دده خبرې لا نه وې خلاصې چې
خسر یې وویل:
زه یوه لور لرم چې مهناز نومیږي. هغه مې ستا ورور ته ورکړه.
مبارک شه! لکه څنګه چې مې هغه لور ده د نن پس مې دا هم زوی دی. ټولو زوم او د هغه مشر ورور
ته مبارکۍ ورکړه او هر یوه د خوښۍ غاړه ورکړه. وروسته زمونږ د همکار مشر ورور یو غوری چې
یو پاکټ پکې و او شنو ډالرونه له ورایه سترګک وهه د مهر په توګه د انجلۍ پلار ته ونیول شو چې دا د
سوغات یا د مهر په توګه قبول کړئ.
هغه په خندا وویل: ما نور مه شرموي. هغه مې لور او دا مې ځوي دی، ځئ په خپله مخه ولاړ شئ. هغه
مو په خپل درد دوا کړئ. زما چې څه د وس وي زه مې له خپلې لور سره کوم. د ډالرو بنډل خو پنډ
ښکاریده، خدایزده چې څو زره به وې. هلکه زما یې له ډالرو سره څه!
د زوم مشر ورور هغه خپل جیب کې کیښودې. باقي خلکو خدای په اماني وکړه. د زوم سره راغلو
خلکو ته د اوږې دستمالونه او چکلیت ورکړل شول. د خسر د کور نه راوړل شوي سوغاتونه د زوم
مشر خوریه موټر ته یوړل.
کال وړاندې په همدې ورځ مو د پښتون همکار کوژده و. د خبرې اخیستلو لپاره ورسره لاړو. د هغوي
په کلی کې عجیب رواج حاکم و. د کوربانو یعنی خسرخیلو یې لاس ته اوبه نه اچولې او دسترخوان یې
نه هواره وه؛ ځکه دا کارونه د اصیلو خلکو لپاره عار و. دوي د میلمانو خدمت شرم ګڼلو. لاسو ته اوبه
اچول، دسترخوان هوارول، ډوډۍ تیتول او نورو کارو لپاره یې نایی (ډم) چې دوي به خلیفه باله راوستی
و. اوبه هم هغه واچولې، دسترخوان هم هغه خوارکي هوار کړ او لکه کوچه مار نیغ خدمت ته ولاړ و،
څه چې زمونږه د همکار خسر ویل هغه به په صیب صیب! سمدستي اجرات کول. ډوډۍ وخوړل شوه او
له لمانځه وروسته خبره یاده شوه.
زمونږه د همکار پلار بهر له هیواده د مسافرۍ په سمندر کې ډوب و؛ خو تره یې مشري کوله. هغه
کیسه پیل کړه. چې تاسو ډیر ښه خلک یاست. کورنۍ مو ډیره درنه ده او په کوڅه او بازار کې ستاسو
صفتونه دي؛ نو مونږه پریکړه وکړه چې خپل وراره، هغه چې په پوهنتون کې استاذ دی، ستاسو غږ کې
واچوو. هیله ده به غلامۍ یې و منئ. کاکا او نور مجلس، ټولو د همکار د خسر په دروند غږ سکوت
غوره کړ.
خسر کاکاجی یې په غرور وویل: دا چې تاسو زمونږ کورته راغلی یاست. هر کله راشئ! نو نوره به
خبره سره نه اوږدوو. ما هم غوښتل لور مې یو کادر او باشخصیته سړی ته ورکړم. ما د دوستۍ خبره
درکړه. (ما خبره درکړه)
مبارک مو شه! د کور وداني وروسته د زوم کاکا یو پاکټ زمونږه د همکار خسر مخ ته کیښود او ویې
ویل: صیب دا خو اوس درسره واخلۍ، بیا به له خیره سره په نژدې راتلونکې کې سره صلاح او
مصلحت کوو. هغه په خورا سپین سترګۍ پيسې واخیستي او په شمیرلو يې پيل و کړ. ویل یې: که پيسې
دې په لار کې هم مندې کړې نو ویې شماره. دو ځله یې وشمیرلې بیا کړل: دا خو پنځوس زره دي. زما
پور زیات دی که یو لک او پنځوس زره نورې راته په راتلونکې اونۍ کې پیدا کړې، ښه به وي. زمونږ
د همکار کاکا شااو خوا وکتې او بیا یو سوړ اسویلی وویست. زه به خپل وس وکړم چې څومره پیدا کوی
شم.
ناڅاپه مې د همکار رنګ ته پام شو تا به ویل خدای مه کړه په ستره ګناه دې ګیر کړی. رنګ یې سم د
کورکمن په شان و. په تندی یې خولې ماتې وې. سترګې یې سرې سرې شوې. عجیب حالت ورته پیښ
شوی و. ما کله هم غریب په دې وضعیت نه و لیدلی. خسر یې بیا په خورا بی باکۍ وویل: ښه نو خپل
کوشش وکړه او ماته تر راتلونکې دوشنبې یو لک او پنځوس زره افغانۍ پيدا کړه؛ ځکه قرض داران مې
هره ورځ دروازې ته ولاړ وي. نه ګل و او نه نور خاص څه، فقط د زوم لپاره یو جوړ کالی ول او څو
پاکټه رواجي شریني چې په ژیړ دستمال کې یې تاو کړې وه. کله چې بیرون ته راووتو؛ نو یو بکس یې
په کراچې کې اچولی و او هغه د دوي په اصطلاح ډم یا خلیفه ته یې ورکړ او تر موټرو یې راوړ. په
بکس کې څو جوړه رواجې کالی ول بس. خلیفه د زوم د تره جیب ته سترګې خښې کړې او کړل یې: اکا
زما پیسی راکړه. ترورزیه د څه شی پيسې؟ زمونږه پیسي او د بکس د راوړو پیسي.
ما ویل څو کیږي؟
هغه کړل: مونږ خو په واده کې لس زره اخلو ستاسو خوښه چې اوس ټولې راکوي او که اوس پنځه زره
راکوې او باقې نورې به بیا په واده کې راکړئ. د زوم کاکا ورته خپل مجبوریت وویاست. هغه خوارکی
هم غلی شو؛ او ما د بکس لپاره درې سوه روپۍ ورکړې. ټوله لار زمونږه همکار او ورسره ملګري
داسې غلي او چوپه خله ناست ول تا به ویل، د ټولو د کور نژدي غړي په کومه ویرجنه پیښې کې مړه
شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top