د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه

د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه


د لوی او بښونکي خدای په ستر نامه
 
د خپلواکي پېژندنه:
ځپلواکي هغه وخت تعریفېدلای شي، چې په یوه ځانګړې سیمه، چاپیریال او جغرافیه کې د وګړو څرګنده او مشخصه ډله ژوند وکړي چې د حکومت او دولت درې ګونې قواووې په کې شتون ولري او هېڅ ډول بهرنی فشار لاندې نه وي، ( ځپل بهرنۍ او په کور دننه ټولې چارې پرته له کوم بهرني ځواک او زور څخه پر خپل مټ او ځواک سمبال او پرمخ یوسي) دې ته خپلواکي وایی.
 
د ځپلواکۍ ډولونه:
 
۱- جغرافیه یي خپلواکي:
جغرافیه یي خپلواکي هغه خپلواکۍ ته ویلای شو چې، یو هېواد شتون ولري (قانون، بیرغ، حکومت او ولس)، یا په بله وینا د یوه هېواد په نامه یوه جغرافیه شتون ولري، د هېڅ بهرني هېواد تر فشار او اغېزې لاندې نه وي.
ځیني هېوادونه شته چې،  د یوه بل هېواد د خاورې او جغرافیې برخه ګڼل کېږي. لکه هانکاک، سنګاپور او ویټنام چې دا هېوادنه خپلواک دي خو د چین د خاورې او جغرافیې یوه برخه ګڼل کېږی او هېڅ بهرنی یرغلګر او ښېکیلاګر پرې تېری نشي کولای که چېرې کوم هېواد دا تېروتنه وکړي نو چین د خپلې خاورې په څېر باید ورڅخه ساتنه او دفاع وکړي.
دا هم ویلای شو چې ددې هېواد ځینې چارې د بل هېواد له لوري پرمخ خي، چې د ډول هېوادونو پخوا به مستعمېره هم ویل کېدله.
 
سیاسي خپلواکي:
په پخوانیو هېوادنو کې دا ډول پېښې ډېرې زیاتي وي چې، هېوادنو په خپل هېواد کې سیاسي ځپلواکي نه درلوده او هم یې لاتر اوسه پورې نه لري، په داسې حال کې چې دا هېوادونه خپلې سیاسي چارې د نورو هېوادونو په خوښه سبمال او پرمخ وړي لکه عربستان، قطر، پاکستان، متحده امارات او د کویټ هېواد یې ښه ساري بللی شو چې خپله یوه بشپړه جغرافیه، حکومت، بیرغ او درې ګونې قواووې لري خو له دې سره سره ددوی سیاسي حالات د امریکې تر ولکې لاندې دی، چې په کور دننه او بهر سیاسي حالات د امریکې په واک کې دي، چې چاته دوست، ملګری او چاته دښمن ووايي، دارنګه چا سره څرنګه چلند وکړي، په دې وروستیو د امریکې او عربي هېوادونو له قطر سره سیاسي کړکېچ ډېر شوی ده، قطر په دې تورنوي چې ګواګې له ټروریزم څخه ملاتړ کوي اصله موضوع داده، چې قطر ځینې چارې په خپله سمبالوي نو ځکه د امریکې او عربي هېوادونو د اېتلاف له امر یې سرغړونه کړې ده چې د امریکې او عربي ایتلاف غوسه یې راپارولې ده چې له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
حکومتي خپلواکي:
دا ډول حکومتونه تل تر بهرنیو ځواک پورې تړلې وي، چې د حکومت ټولې چارې ورته د یو بهرني هېواد له خوا پرمخ وړل کېږي، په یوه بهرني هېواد پورې تړلی هېواد وي.
 میلي سرود، پیسې، بیرغ، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او اساسي قانون لري، خو بیا هم ټولې چارې د یوه بل هېواد له لوري پرمخ وړل کېږي، همدرانګه د خپلې هېواد سربېره د بل هېواد ګټې هم ورته ډېرې د اهمیت وړ وي په ځینيو حالاتو کیدای شي تر ځپلو ګټو د خپل بادار هېواد ګټې ورته لومړيتوب لري،چې ساری یې د نیوزېلنډ، سکاټلند، بلاروس، اوکراین، تاجیکستان،ترکمنستان، ازبکستان او دې ورته نورو هېوادونه.
 
اقتصادي خپلواکي:
د افغانستان په ګډون سربېره ډېر داسې هېوادنه شته، چې له افتصادي پلوه له لوی کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي، چې د هغو هېوادونو له ډلې یو هم افغانسان ښه ساری یادولای شو، چې په هر ډګر کې خپلواک ده، خو د افتصاد له پلوه په ګاونډ او نورو هېوادونو پورې تړی هېواد ده، که چېرې په افغانستان باندې ځینې هېوادونه بندیزونه ولګوي کېدای شي له ستر ناورین سره مخ شي، تر هر ډول ستونزو افتصادي ستونزه ډېره ناوړه ستونزه ده، همدارنګه ایران او شمالي کوریا یادولای شو، چې د یورانیمو د غني کولو او اقتصاد پیاوړي کولو حق نه ورکول کېږي او له ګڼو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، هغه هېوادونه، چې د اقتصاد له پلوه غني او خپلواک وي، هغه هېواد بریالی هېواد ده، امریکا چې څومره پیاوړی هېواد ده، خو له افتصادي پلوه له ګواښ سره مخ ده، ځکه د خپل ځان د خلاصون له پاره هر لور ته لاس اچوي، چې له دې ستونزو څخه ځان خلاص کړي.
 
 
سوداګري خپلواکي:
سوداګرۍ خپلواکي هغه خپلواکي ده، چې یو هېواد په ټولو چارو کې خپلواک وي او هېڅ ډول ستونزه نلري خو د سوداګرۍ په ځینو لارو چارو کې ډېره لویه ستونزه لري.
خینې هېوادونه شته چې خپله سوداګري په خپله خوښه له هر هېواد سره د خپل ګټو پر مټ نشي تامینولای، له ګڼو ستونزو سره مخ وي چې دا ټول خپلواکي ستوزه تر هرې خپلواکۍ ډېره ستونزه منه چار ده، چې یو هېواد د خپلې اړتیا وړ توکي له بهر هېوادنو راولېږدولاي نشي او یا هم خپل اړتیا نه ډېر توکي بهر هېوادونو ته لېږلاي نشي، دا ستونزې هغه وخت ډېرې وي چې یو هېواد له خپلو ګاونډیانو سره سیاسي، عقیدوي،اقتصادي او کلتوري ستونزې ولري، همدارنګه بله لویه ستونزه دا وي، چې د سمندر او یا د وچې لاره ونه لري، چې دې ډول لویو ستونزو سره افغانستان هم لاس او ګریوان ده، هر هیواد یې له مري نیسي او یو ډول سرخوږی يې  افغان حکومت او سوداګرو ته جوړ کړی ده، په ټوله مانا چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد ده او لویه ستونزه یې هم دا ده، چې سمندر ته لار نه لري.
لومړۍ نړیواله جګړه په اټومي وسلو رامنځ ته شوه، دوییمه جګړه په تېلو رامنځ ته شوه او راتلونکي درېیمه جګړه به په اوبو رامنځ ته کېږي، ښه ساری یې  امریکا یادوالی شو، چې چېرته اوبه او سمندر وي هلته امریکا شتون لری، لکه عراق، هند، پاکستان او ان ایران ته یې ځان نږدي کړی ده، خو د افغانستان لپاره ښه خبر دا ده چې که سمندر ته نږدې نه ده او یا هم لاره نلري، خو د اوبو لویې زېرمې لري، چې ګاونډ هېوادونه ورته له هرڅه ډېره اړتیا لري لکه د هېلمند،نیمروز،هرات، فراه، کنړ او امو سیندونو اوبه چې هر هېواد ورته د ساه او ژوند په څېر اړتیا لري، دا ښېګڼې افغانستان له ګڼو ستونزو خلاصولای شي او افغانستان لپاره د پرمختګ او خپلواکۍ لویه لویه وسیله ده.
 
 
ایا افغانستان ځپلواک هېواد ده؟
افغانستان په جغرافیه او سیاسي ډګر کې په بي سیاري ډول یو خپلواک هېواد ده، خو په نورو حالاتو کې لږ ستونزو له مری نیولی هېواد ده، خکه چې په افغانستان کې هر بهرنی هېواد خپلې موخې لټوي او خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له افغانانو څخه له هرې ممکنه لارو چارو کار اخلي، ویلو شو، چې افغانستان په جغرافه یی او سیاسی ډګر کې خپلواک هېواد ده، خو په ځینو نورو برخو له ډېر لوی بهران سره مخ ده لکه کلتوري، ژبني، سوداګري، په ځان بسییاینه، اقتصادي ... او دې ورته نورو چارو کې ډېر خپلواک نه ده، ستونزې لري او ستونزې لا د ډېرېدو په درشل کې ده.
 
افغانستان ولې تل تر بهرني ښکېلاک لاندي وي؟
 
بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان هر وخت تر بهرني ښکېلاک لاندې وي؟ چې ددې  پوښتنو ځواب ډېره اسانه او هم  ګرانه ده.
د افغانستان جغرافیه خدای ج داسې جوړې کړې چې په ټوله نړۍ کې به بدلون راشي خو په دې نقشه کې به رانشي او افغانستان بل ویاړ چې خدای ج ورکړی هغه هم د افغانستان ځای (موقیعت) ده او له هر پلوه غني زېرمي یې ورکړي دي دې سره سره ولس یې په هېواد، دین او کلتور میین ولس ده چې دا ولس ډېر مېړنی او غیرتي با احساسه ولس ده  چې هر هېواد ورته زړه ښه کوي چې تر خپلې ولکې لاندې یې راولي کچېرې هر هېواد افغان خاوره تر خپلې ولکې لاندې را ولي مانا دا چې ټوله اسیا یې تر ولکې لاندې ده او دې سره به د افغانستان له ډېرو زېرمو نه هم په اسانه توګه برخمن وي ښه بېلګه یې د اسلامي خلافت وخت وه چې د افغانانو د اسلام دین په منلو سره ټولې اسیا ته اسلام ورسېد او تر اوسه د اسلام ډېر سرسخت ملاتړو او ساتونکو هېوادو څخه ګڼل کېږي، همدارنګه د مغلو یادوونه کولای شو او انګرېزي ښېکلاکګرو چې کله په افغانستان کې ماته وخوړه نوره په ټوله نړۍ کې یې واکمني(امپراطوري) ړنګه شوه، همدارنګه د روسانو هغه لوی ځواک چې په افغانستان کې ختم شو په ټوله کې روس  تر نن ورخې پورې په پښو ونه درېد چې دا ساري يې د بېلګې به ډول وړاندې شول او نور تاریخي شالید ته نه ورګرځو ځکه چې دا شالید په تاریخ پورې اړه لري.
 
ولې افغانان خپله خپلواکي ستلای نه شي؟
دا پوښتنه به ډېرو لوستونکو ته ځواب او ډېرو ته ناځوابه وي، زمونږ موخه دا ده چې څنګه کولای شو یو خپلواک، ودان،پرمختللی او سیالو سره سیال افغانستان ولرو.
کله چې غزنوي سلطان محمود د پښتنو یا هم د سوري غوریانو واکمني ختمه وله له پښتنو څخه یې کار واخیست ځکه چې غزنوي یو ترک ټباره افغان وه او ده په یواځې ځان د پښتنو واکمني نشو ختمولای نو له پښتنو څخه یې د ونې  لپاره د تبر او لاستي په څېر ګټه واخیسته تر څو چې غوریان یې ختم کړل ان ترې چې د پښتنو د واکمني ټبر یې تر ډېرو ورټول او  افغان ولس یې تر ډېرو د بهرني تاړاک لاندې کړل همدارنګه اوس یې په غور ولایت کې د پښتنو اثار هم شتون نه لري.
د مغلو په وخت د پښتنو پر ضد بیا هم له پښتنو نه کار واخیستل شو لکه له خټکو څخه د پښتنو په ضد کار واخیستل شو خټکو به هر وخت د مغلو په ګټه له پښتنو په ځانګړي ډول له یوسفزیو سره نښتو او جګړو بوخت وه دې سره یې پښتانه بوخت او کمزوري کړي وه تر دې چې اورنګزېب خوشال خټک بندي او له دندې ګوښه کړ او یوسفزیو خپله پښتونولي وساتله او د خپل پښتون دښمن خوشال خټک د کور او عزت ساتنه وکړه  بیا خوشال او مغول سره دښمن شول.
 بیا هم مغلو د پیر روښان په مقابل کې یو بل مغل وروزه چې هغه ځینې خلک یې پښتون بولي او ځینې یې بیا د مغلو خوریی بولي چې تر نن ورځې پورې پښتانه ورته ډېر درناوی لري خو له بده مرغه دده کس له خیانتونو پښتانه ناخبره دي چې ده له پښتنو سره  څومره خیانت کړي ده، د هغه کس نوم پير بابا ده او اصلي نوم یې اخوند دروېزه وه چې اوس یې ارام ځاي خیبر پښتوخوا په ایالت کې شتون لري، ده هم د پښتنو په کمزوري کولو کې له پښتنو څخه کار واخیست همدارنګه د خوشال کمزوري کولو لپاره یې د خوشال له زوی بهرام څخه کار واخیست تر دې چې بهرام د خوشال د وژلو هڅې پیل کړې او خوشال په دې اړه ډېر بیتونه لیکلي دي.
همدارنګه د عبدالرحمن خان،شیر علي خان، امیر دوست محمد او ددوی د کورنیو اخو ډب وخت کې  حکومت یې له ډېر ستونزو سره مخ او ننۍ ډیورنډ کرښه رامنخ ته شوه.
د انګرېزانو په وخت کله چې امان الله خان خپلواکي واخیسته له امان الله خان څخه انګرېزان په وېره کې شول چې امان الله خان څخه نور هېوادونه الهام وانخلي او د خپلواکۍ هڅه ونه کړي ځکه د انګرېز په واکمنۍ کې یواځینی هېواد افغانستان وه چې خپلواک شو نو انګرېزانو خپلې پښې په امان الله خان پسې لوڅې او خپلو ورانکاریو ته زور ورکړ او له ملایانو یې کار واخیست چې امان الله کافر شوی ده، د امان الله خان د مېرمنې ثریا لوڅ انځورونه یې ښارونو او کلیو ته ولېږل، دې سره د خلکو کرکه د امان الله خان پر ضد ډېره شوه او نا اهله خلک یې واک ته ورسول لکه د سقاو زوی چې هرڅه یې له خاورو سره خوارې کړ
همدارنګه ګوډ ملا دستګیر د پکتیا له خوانه د امان الله خان په ضد داسلام تر نامه لاندې راغی او امان الله خان یې راوپرځاوه، همدارنګه د امان الله خان د پرځېدو اصلي عاملین د شینوارو پښتانه وه چې د امان الله ټولې قواووې په شینوارو کې له شینوارو سره په جګړه بوخت او پلازمینه ټوله له وسلواو ځواکونو تش وه او سقاو زوی پرته له کوم مقاومت کابل ونیوه اماني حکومت وپرځېد.
همدارنګه د ظاهر خان په ضد یې له داوود خان کار واخیست او د داود په ضد یې له تره کي او ان تر نجیب پورې یو له بله چې بیا د نجیب په ضد یې له مجاهدینو څخه چې بیا یې مجاهدینو په ضد له طالېبانو او د طالېبانو په ضد له مجاهدینو څخه بلاخره له بیا ددې نظام پر ضد له طالب او خپلمنځي کړیو څخه لکه پخواني جګړه مارانو او د هم حکومت دننه کړیو څخه چې افغان حکومت یې له سترو ستنونزو سره لاس او ګرېوان کړ کار واخیست.
 همدارنګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کمزوري کولو لپاره اسلامي ګوند (اسلامي حزب) ، طالېبانو، حقاني ډلې او القاعدې څخه د سیمې استخباراتي کړیو کار واخیست ان د پاکستان پخواني پوځي مشر مشرف هم دا خبره منلې وه چې:
موږ(پاکستان) د افغان حکومت د نسکورولو او کمزوري کولو لپاره له طالېبانو او حقاني شبکې څخه د وسیلې په توګه کار واخیست او په پرله پسې ډول هڅې مو وکړي چې افغان حکومت د پرمختګ مخه ډب کړو.
ان تر دې چې  یو مرکزي، بشپړ او ځواکمن هراخیزه حکومت رامنځ ته نشو.
 
افغانان باید څنګه خپل دښمن وپېژني؟
یوه ورځ په ځنګله کې زمري امر وکړ چې د اوږدې غاړې ټولو حیواناتو غاړې دې پرې شي. اوښ، زرافه او ګېدړ درېواړو منډې وهلې نو اوښ ګیدړ ته وویل:
زموږ خو غاړې اوږدې دي چې منډې وهو او ځنګله نه تېښته کوم تاته له خیره ګیدړه !
ګیدړ ورته وویل:
زه ځکه تاسو سره یو ځای منډې وښم او له ځنګه تښتم چې فاضي او توره یې د خره په لاس ورکړی ده، خر قضیه نه ګوري بس غاړې پرې کوي.
اوس اصله سکالو(موضوع) دلته ده، چې د افغانانو دښمن تل د زمري واک خره ته ورکوي لکه د احمد شاه بابا د زامنو خپل منخي جګړه چې یو لوی هېواد یې ټوټه کړ شاه شجاع یي واک ته رسولو هڅه کوله او تر اوسه پورې له هغو ستونزو څخه خلاص نه شولو، همدارنګه د سقاو د زوی کړنې، چې امان الله یې سقوط کړ.افغانان د هر ډول پرمختګ څخه تر نن ورځې پورې بې برخې شول، همدارنګه د ډاکټر نجیب په ضد یې د مجاهدینو څخه کار واخیست بلاخره کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه او مرکزي حکومت له منځه لاړ هرڅه له خاورو سره خاورې شول.
  که چېرې د زلمي خلیلزاد کتاب  ”زما سفر له  له کابله تر سپینې ماڼۍ “ولوستل شي، اوسنۍ جګړه به یو څه روښانه شي، چې مجاهدینو ولې د ظاهر له حکومته نیولې د نجیب تر حکومت پورې جګړه کوله او خلیلزاد خپله دا منی چې:
دوی یادو حکومتونو پر ضد له مجاهدینو کار واخیست او ظاهر شاه یو ځیرک او پوه مشر ګڼي چې افغانانو ته یې ډېر چوپړ کړی  ده.
دې کتاب په لوستو سره له ظاهر شاه نیولې بیا تر ننۍ کړکېچ پورې او ان د امریکې تر راتګ پورې راونه جګړه ځواب شي او ګیدړ به د زمري په جامه کې وګورئ.
اوس باید افغانان خپل مشر خپله وټاکي او هر ګیدړ او زمري پسې دې منډې نه وهي، د چا په ظاهري څېرو دې نه تېر وځي، کنه حال به تردې خراب وي، هغه وخت مو امان الله خان کافر ګڼه اوس بیا یې اتل ګڼو، سل کاله وروسته پخپلو تېروتنو پوه شولو،  هغه هم په ډېره لږه پیمانه، زموږ ډېر لوستي کسان هم تر اوسه امان الله خان کافر ګڼي چې ښه بېلګه یې د اصلاح ټولنه ده چې په اصل کې دا ټولنه د پاکستان د جمیعت علمایي پاکستان او دا بیا له انګرېزانو ملاتړ کېږي، ددې ټولنې مشر صبوري هم په امان الله خان د کفر ټاپه وښلې ده، ددوی سرچینه او ریښه هم د سقاو د زوی په څېر له انګرېز څخه او انګرېز ته خدمت کولو پرته نور څه نشته په داسې حال کې امان الله خان له غلامۍ ازاد کړي یوو، نو له نالوستو او ناخبره خلکو څه ګیله وکړو؟ باید خپل دوست او دښمن وپېزنو او بس، نورو خبرې چې باید روښانه شي ماته وخت او سیاسي حالات اجازه نه راکوي چې روښانه یې کړم بل مو لیکنه هم ډېره اوږدېږي.
 
د اباد، سمسور، ودان، سیالو سره سیال او خپلواک افغانستان په لور
په درنښت
امېد کمالزی سهاک
افغانستان، میدانښار

tags

ستاسې تبصرې

*


Top