کندز: ۱۲ وسله وال مخالفین په اقتاش ولسوالۍ کې وژل شوي

کندز: ۱۲ وسله وال مخالفین په اقتاش ولسوالۍ کې وژل شوي



د کندوز ولايت چارواکي وايي، په اقتاش ولسوالۍ کې د دولت ١٣ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش  نن رسنیو ته وويل، دغه ١٣ وسله وال د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال په تصفيوي عملياتو کې وژل شوي دي.
هغه وويل چې په دې موده کې ٥ نور وسله وال مخالفین ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وايي چې په وژل شويو کې د ملا جانان په نوم يو پاکستانى، قاري علاوالدين او ملا الماس شامل دي.
دغه پوځي عمليات پرون شنبه پيل شوي چې لا هم په سيمه کې روان دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې لا په دې اړه تبصره نه ده کړې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top