چارواکي: د بدخشان د تګاب ولسوالۍ ټولې سیمې له مخالفینو پاکې شوي

چارواکي: د بدخشان د تګاب ولسوالۍ ټولې سیمې له مخالفینو پاکې شوي



د بدخشان چارواکي وايي، د تګاب ولسوالۍ ټولې سيمې له وسلوالو مخالفینو تصفيه شوې دي.
دغه ولايتي مقاماتوايي چې د بدخشان په ځينو نورو برخو کې د افغان ځواکونو تصفيوي عمليات په شدت سره روان دي.
د بدخشان په ځينو برخو کې دغه پوځي عمليات ۱۰ ورځې مخکې پيل شوي دي.
په دغو عملياتو کې د ١٥ نورو وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د بدخشان والي وایي چې په نورو سيمو کې هم چې امنيتي تهديدات شته،پوځي عمليات پلان شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top