دپکتیا ولایت د کرنیزو حاصلاتو د بازار موندنې مستقیمه اړیکه جوړه شوې

 دپکتیا ولایت د کرنیزو حاصلاتو د بازار موندنې مستقیمه اړیکه جوړه شوې



د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د بڼوالو او سوداګرو تر منځ د محصولاتو د بازار موندنې مستقیمه اړیکه جوړه کړي.
د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن رسنیو  ته وویل، له دې کار څخه د دوی هدف دا دی چې د بڼوالو کرنیز توکي له خرابېدو خوندي او په مناسبه بیه وپلورل شي.
د نوموړي په وینا، تر دې مهاله د باغدارۍ او مالدارۍ د ملی پروګرام د بازار موندنې ساحوی مسؤلینو شااوخوا ۶ ټنه زردالو پر سوداګرو پلورلي دي.
دی وايي، تېر کال په پکتیا کې د مڼو حاصل د ۲۰۰۰۰ ټنو په شاوخوا کې وو چې د لومړنۍ سروې له مخې، سږ کال یونیم چند زیاتوالی ښيي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top