افغانستان کې سږ کال د کوکنارو حاصل بې ساری و

افغانستان کې سږ کال د کوکنارو حاصل بې ساری و



د یوې څیړنې له مخې، ښودل شوي چې ښایي سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات تر بل هر وخت زیات وي. 
د آلمان خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې راغلي، چې د افغانستان د کوکنارو کښت او سوداگري د یوه څیړنیز انستیتوت د معلوماتو له مخې څه ناڅه سل روښانه فولادي رنگه ډبې د افغان پولیسو له خوا د عکس اخېستلو لپاره، په منظم ډول کتار کې ایښودل شوې وي.
د هغوی د خپلې وینا له مخې د جولای په دوهمه نیټه یې دغه څه په هرات کې په یوې سترې لارۍ کې ۲۰ زره لیتره ((استیک انیدرید)) وموندل.
له دغې کیمیاوي مادې څخه د هیروین په تولید کې استفاده کیږي. په پام کې وه چې دغه مواد د نشه یي توکو فابریکو ته واستول شي چې اکثره یې د افغانستان په جنوب کې موجودې دي. د دغو موادو ارزښت ۱۰،۵ میلیونه ډالر اټکل شوی.
 ویل کیږي، چې د سږکال ۱۳۹۶ لمریز هجري کال حاصلات ښايي تر بل هر وخت ډير وي. دقیق رقم نه دی ښودل شوی. دیوید مانزفیلد چې د دغې موضوع کارپوه او د ډيرو څیړنو لیکوال دی وايي:
"د سږني کال د حاصل په هکله چې ډير زیات به وي، هیڅ شک وجود نه لري چې ښایي تر هر ځل زیات وي."
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top