ټرمپ ویلي، د افغانستان د جگړې په هکله یې تصمیم نیولی

ټرمپ ویلي، د افغانستان د جگړې په هکله یې تصمیم نیولی



د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ او د ملي امیت غړي یې له څو میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه په تصمیم نیولو بوخت دي.
ولسمشر ټرمپ تیره ورځ وویل، چې د افغانستان د ١٦ کلنې جگړې په هکله یې خپل وروستی تصمیم نیولی دی.
هغه په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې،
"په کمپ دیویډ کې د ډیرو مستعدو جنرالانو سره مهمه ورځ پای ته ورسیده او د افغانستان په گډون زیات تصمیمونه ونیول شول."
ټرمپ  د افغانستان د جگړې په اړه د خپلو پریکړو جزییات نه دي خپاره کړي.
 
له بله خوا هربرت ریموند، د ملي امنیت سلاکار مک ماستر او د جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت نورو لوړپوړو مقاماتو چې د کمپ دیویډ په غونډه کې یې گډون کړی و په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د زیاتولو پلوي دي.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د نیوجرسي په ایالت کې خبریالانو ته په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون په اړه اعتراف کړی:
 "دا ماته یو ډیر ستر تصمیم دی. [په افغانستان کې] گډوډي راته په میراث پاته شوه او مونږ به دغه وضعیت بهتره کړو."
 د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، تیره اونۍ وویلي و، چې د افغانستان په هکله ډیر انتخابونه موجود دي او دغه انتخابونه ښاغلي ټرمپ ته په میز پراته دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top