جوزېف ووټل: له پاکستانه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي

جوزېف ووټل: له پاکستانه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي



د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل ویلي دي، چې د پاکستان له خاورې څخه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه‎ شي.
د رویټرز خبري اژانس دا خبره په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوې اعلامیې په حواله کړې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې جنرال ووټل د شنبې په ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.
 
له دې سره ـ سره امریکايي جنرال جوزېف ووټل، له پاکستان سره پوځي همکاري او حتی تر اوسه پیاوړي مرسته مهمه بللې ده.
 
جنرال ووټل په داسې حال کې پاکستان ته ځي چې د امریکا ولسمشر تازه پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان او نورو مسئلو په اړه یې د کمپ ډیوېډ په وروستۍ غونډه کې پریکړې کړي دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top