برمک: د کابل امنیتي وضعیت قناعت بښونکی نه دی

برمک: د کابل امنیتي وضعیت قناعت بښونکی نه دی



د هیواد کورنیو چارو وزارت سرپرست چې نوی پریاده چوکۍ ګومارل شوی دی ویلي دي چې د کابل امنیتي حالت د ډاډ وړ نه دی.
نوموړي د یاد وزارت له مرستیالانو، د پولیسو له قوماندانانو، کشفي او امنیتي ارګانونو له مسوولینو سره په یوه غونډه کې یادې څرګندونې کړي دي او له مسوولینو یې په دې اړه د جدي ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په خپله وینا کې ویلي دي چې امنیتي ادارې باید له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او پر دې سربېره یې د مسلکي او تجربه کارو کسانو په ګومارلو ټینګار کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top