ټرمپ وایي د افغانستان په اړه یې پریکړه کړې ده

ټرمپ وایي د افغانستان په اړه یې پریکړه کړې ده



د امریکا ولسمشر ویلي دي چې د افغانستان په اړه یې خپله پرېکړه کړې ده.
نوموړي وروسته له هغې یادې څرګندونې کړي دي چې د جمعې په ورځ یې د سلاکارانو او پوځ له مهمو چارواکو او جنرالانو سره غونډه درلوده.
له یادې غونډې وروسته نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې له یادو جنرالانو سره یې مهمه ورځ تېره کړې ده خو تر اوسه معلومه نه ده چې یاده پریکړه په افغانستان کې پر کوم تړاو شوې ده.
د سپينې ماڼې یوې ویاندې ویلي دي چې په یاده غونډه کې په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو په تړوا د نوي ستراتیژۍ په اړه مهمې خبرې شوي دي.
له بلې خوا د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل پرون په پاکستان کې د یاد هیواد له پوځ مشر سره کتلي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې د پاکستان له خاورې باید پر ګاونډیو هیوادونو بریدونه ونشي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top