پکتیکا: سلیمان غر کلنۍ مشاعره او غزل شپه پرون ورځ ترسره شوه

پکتیکا: سلیمان غر کلنۍ مشاعره او غزل شپه پرون ورځ ترسره شوه



په پکتیکا ولایت کې سلیمان غر کلنۍ مشاعره او غزل شپه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ  کې ترسره شوې.
په یادو فرهنګي پروګرامونو کې د بېلابېلو سیمو لسګونه شاعرانو، د شعر او ادب
مينوالو ګډون کړی وو.
شاعرانو په خپلو ښایسته غزلونو او نظمونو کې بېلا بېل خوندور مسایل را نغاړلي وو او
خلک یې د مینې او ورورۍ ژوند ته راوبلل.
دوی دغه راز د شعر په ژبه د سولې خوندور پیغامونه وړاندې کړل او هیله یې دا وه چې
نور ټول افغانان د سولې، ارامۍ او ملي وحدت په چوکاټ کې ژوند وکړي.
د مشاعره او غزل شپې په پای کې پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې شاعران د ولس ژبه ده نو هیله ده چې په خپلو غزلونو او نظمونو کې د
سولې، ورورۍ او یوالي مسایل ځای پر ځای کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top