یوازیتوب

یوازیتوب



دا وروستي کاته دې ډير عجیب و ځکه ستا په دې لیدو کې ما ستا هغه تیر کاته درک نه شو کړی. دا شېبې هم تیرې شوې. تر آهونو وروسته مو هم زما ستړیا درک نه کړه؛ نو اې! ته ظاهر پرسته نه یې، چې ماته دوکه راکوي!؟
هغه وروځ ښايي دریاده شي، چې تا به ویل: زه ولې ستا خندا او درد ته نه شم متوجه کېدلی؟
تر مودو ـ مودو وروسته ستا خبره زما لپاره، دقیقه وخته مګر ما ټوله خواري یوازې ستا د دې نازونو لپاره ده، چې تا په خندا ووینم.
اخر زه څه وم، چې په قسمت کې مې ستا خندا موجوده نه وه!؟
ګوندې زه به په همدې هیله ګور ته هم لاړ شم. تر هغو چې ته ماته یو ځل په خندا د انسانیت په سترګو ونه ګورې او زه ستا دا لیده په یوه جلا مینه ونه ګورم نو زه به تل همداسې په یوازيتوب کې اخته وم.
۱۳۹۶هـ ش، زمري ۲۲مه
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top