دیوه ښه ژورنالېست ځانګړنې

دیوه ښه ژورنالېست ځانګړنې



لیکوال:ژورنالېست سید حبیب صمیم
څرنګه چې ژورنالیزم داسې یومسلک دی چې له ټولنیز نظام اودانسانانوله شعور اوافکارو سره سر وکار لري ترڅو د ولسونو په کنډواله بدل شوي اذهان تعمیر اوتنویر کړي اوهروخت دنیکو،سالمو او رغونکو لارو چارو په طرف هدایت کوي اوله هرډول منفي اعمالو اوکړنو څخه دمنع امر کوي .
خو ژورنالیزم دا هر څه هله په ثبوت رسولی شي چې په خپل ډګر کې په کار پوه ، صادق ، مسلمان ، په خپل مسلک کې ماهر اود ټولنې په درد دردیدلي ژورنالېستان ولري لکه څرنګه چې دژورنالېست له تعریف څخه معلومیږي چې ژورنالېست هغه مسلکی او روزل شوی شخص دی چې دخپلې ټولنې دستونزو په ارتباط نوي اوتازه معلومات راټول اودخپلو ژورنالستیکو وسایلو له لارې یې خلکو ته ولیږدوي . داچې ژورنالېست دټولنې اوخلکو نماینده بلل کیږي اوپه خپل مسلکي اوعلمي قوت سره غواړي چې دخلکوافکار د خپل فکر مطابق سوق کړي نوپه کار ده چې امربالمعروف اونهي عن المنکر ته ترجیح ورکړي اودخلکوداتیاره ذهنیتونه دتیارو له یاغي څپوڅخه درڼا په لور راوباسي ځکه چې د ذهنونو جوړول له ساختماني ودانیوڅخه ‌ډیر ضروردي کله چې اذهان جوړ نه وي نو جوړې ودانۍ له منځه ځي نو په کار ده چې ژورنالېست په هر حال کې له خپل قلم له خپلې ژبې او له خپل مایک څخه داسې څه خپاره کړي چې په اوریدلو یا لوستلوسره یی په اوریدونکو یا لوستونکو کې له هرې نګاه څخه مثبت بدلون راشي . ژورنالېستان دماڼوګانوپه شان دي کله چې ماڼو په لوی بحر کې دخپلې کیشتۍ مسیر غلط کړي نو د غرقیدو په صورت کې نه یواځې داچې ماڼو خپل ځان غرق کړ بلکې په کیشتۍ کې ټول سپاره کسان هم ورسره غرق کیږي ،همداشان ژورنالېست چې دخپلې اړوندې مننطقې دخلکو جیلو په لاس کې لري نوپه غلطې رهنمایۍ سره نه یواځې داچې خپل باوراو اعتماد به له لاسه ورکړي بلکې دټولنې د بې لارې کیدو مسؤل به هم وي جې بیا به نه دخدای (ج) په وړاندې او نه دولسونو په وړاندې ځواب ولري بنا پردې چې ژورنالېست له دومره لوی رسالت څخه برخمن دی نو هغه وخت دغه رسالت په ښه ډول سرته رسولی شي چې دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري دیوه ښه ژورنالېست لپاره زیاتې ځانګړنې اوخصوصیات شته چې مونږ یی یو څودمشت نمونه خروار په توګه د درنو لوسونکو مخې ته ږدو.
٭ژورنالېست باید خپلې عقیدې مذهب عنعناتو اوکلتور ته وفادار وي په کومه ټولنه کې یا په کوم هیوادکې چې دنده چې اجرا کوي یا ژورنالستیک فعالیت کوي نودهغې منطقې له مذهب او کلتور څخه باید خبر وي هغه په پام کې ونیسي اودهغوی دمذهب اوکلتور مطابق اطلاعات ، لیکنې ، مطالب اومضامین خپاره کړي داچې افغانستان کاملاً یوه اسلامي ټولنه ده دلته باید ژورنالست خپلودیني او اسلامي مقدساتو ته په احترام قایل وي اودمختلفو قومونو کلتور اوعنعات په نظر کې ولري اودهغې مطابق دې خبلې خبرې مضامین رپوټونه او مطالب عیار کړي اوکه دهمدې خلاف عمل کوي پدې صورت کې ژورنالېست خلکوته دمنلو وړ نه دی اودخلکو دشدید عکس العمل سره به مخامخ شي .
٭ ژورنالېست باید بې طرفه وي: یوه عامه اصطلاح ده چې (ژورنالست دهرچا دی اود هیچا هم نه دی ) دهر چا دی دا په دې معنا چې ژورنالېست چې د راډیو ټلویزون له لارې څه خپروي د ټولنې دهر قشر لپاره وي له چارواکونیولي تر بزګرانو،ځوانانو،بوډاګانو،ښځو او ماشومانوپوري ټول ترې مستفید کیدلی شي یعنې دټولو لپاره کار کوي . اود هیچا هم نه دی دا په دې معنا چې ژور نالېست باید په ډلو ټپلو سیاسي ګوندونو اوتنظیمونو پوري تړلی نه وي اویو ازاد شخص وي په خبر، رپوټ اونورو برخو کې باید دتوازن اصل په پام کې وساتي ځکه چې توازن دژورنالیزم له لسونړیوالو معیارونو څخه یومعیار دی په هر صورت ژورنالېست باید دجنګ ګړو پرمهال داسې څه خپاره کړي چې خلک په خپله بې طرفۍ قانع کړي .
٭ ژورنالېست باید دقیق وي : اودقت ته ډیره توجه وکړي دقت هم دلسو نړیوالو ژورنالستیکو نورمونو څخه دی چې باید په پام کې ونیول شي ژورنالېست باید پرته له تیروتنې سم معلومات دمخاطبانو په واک کې ورکړي مخاطبانوته دناسمومعلوماتو په ورکولوسره که له يوې خوا دژورنالېست اورسنۍ اعتماد له منځه ځي له بلې خوا د ناسمو معلوماتوپه نتیجه کې خلک ناسمې لارې انتخابوي اود ژورنالیزم اخلاق هم دا نه ایجابوي چې ناسم معلومات دې خلکو ته ولیږدوو پرهمدې اساس ژورنالېستان باید دمعلوماتوپه راټولو اوخپرولو کې له ډیردقته کار واخلي ترڅودقیق اوکره معلومات خلکوو ته وړاندې کړوځني نړیوالې رسنۍ لکه بي بي سي او ازادي راډیودغه معیار ته ډیره ترجیح ورکوي.
٭ژورنالېست باید رښتنی اوصادق وي څرنګه چې دروغ په اسلام کې هم بدګڼل شوي اوپه درواغ ویونکي باندې لعنت ویل شویدی صدق او رښتیا ویل دمؤمنانو صفت دی نو ژورنالېست باید حقایقو او واقعیتونو ته په رښتني بڼه انعکاس ورکړي دروغ ، چټیاټ، افواه په خپلو ګذارشونوکې ځای نه کړي د ازادی راډیو یوشعار غوندې دی وایی چې (رښتني معلومات ستاسو دژوند لورۍ بدلولی شي)نو دژورنالېست یوه ښه ځانګړنه دا ده چې په اقوالو افعالو کې رښتنی اوصادق وي.
٭ژورنالېست بایدفعال وي: په اوسني دور کې چې درسنیو ترمنځ دسیالی اورقابت بازار ګرم دی اوهره رسنی کوښښ کوي چې له بلې وړاندې شي اوهڅه کوي چې له ټولو وړاندې په تیزی سره دپیښو په تړاو اوریدونکو ته خبرونه او رپوټونه وړاندې کړي چې داکار مستقیماً په ژورنالېستانو پوري تړاو پیداکوي چې بایدفعال اوچټک وي او ترټولو وړاندې پیښوته لاس رسی پیداکړي اوهم یی باید په خپرولو کې ځنډ ونه کړي که دیوې پیښې خبریا د يوې موضوع په اړه رپوټ له کومې بلې رسنی څخه خپور شي له هغې وروسته یی که مونږ خپروو دا د زړو معلوماتو شکل غوره کوي اوخلک دنویو معلوماتواواطلاعاتود اوریدو تلوسه لري نو ژورنالېست باید خپل ټول ژورنالستیک وسايل لکه قلم،کتابچه،غږثبتکوونکي وسایل،کمره،رڼا اچوونکي وسایل اونور ملحقات چمتواوفعال وساتي.
٭ژورنالېست بایدپراخه حوصله ولري:څرنګه چې الله (ج) انسانان متفاوت پیداکړي دي څوګ عالمان اوپوهان څوګ جاهلان اوناپوهان ځني با ادبه اوعزتمند خلک ځني بې ادبه پست اورذیل خلک خو ژورنالېست دټولو طبقاتوسره مخامخ کیدونکی شخص دی شاید دخپلو فعالیتونو په جریان کې دیوتعداد وروسته پاتې اوبې عزته خلکو له خوا دښکنځلو رټلو سپکو اوپوچو الفاظو اوکلماتوسره مخامخ شي او یاهم دمغروره اومتکبرو چارواکو له غرور اودبدبې سره په خبري کنفرانسونو اوغونډو کې مخامخ شي نوباید په وړړاندې یی پراخه حوصله ولري په قرآن کریم اونبوي احادیثو کې هم هغه خلک بهترین یاد شویدي چې له زغم اوحوصلې څخه کار اخلي نوکه ژورنالېست حوصله وبایلي خپل هدف به وبایلي.
٭ژورنالېست بایدقوي وي: قوي په دې معنا چې هغه ژورنالست قوي دی چي معلومات ولري دمعلوماتو پانګه یی قوي اوغني وي اوپه هره برخه کې باید مطالعه ولري ځني وختونه یو ژورنالېست په خپرونه کې له یوی موضوع سره مخامخ کیږي اومخکې له مخکې یی دموضوع په تړاو مطالعه نه وي کړي او مختلفې سرچینې یي نه وي پلټلي نوپه خپرونه کې دمعلوماتوله کموالي اودخبرو له کموالي سره مخامخ کیږی اوخپرونه یی بې خونده اوبې رنګه کیږي. دمثال په توګه یوژورنالېست غواړي چې له یوډاکټر سره مرکه وکړي که چیرې ژورنالېست ځني طبی اصطلاح ګانې اودطبي وسایلو نومونه زده نه وي اود ډاکټر په وړاندې یی غلط تلفظ کوي نوله یوې خوا دا د ډاکټر دمسلک سپکاوی دی اوله بلې خوا د اوریدونکو په وړاندې ژورنالېست بې سواده معرفي کیږي لهذا ژورنالېست باید هراړخیزه مطالعه ولري دهیواد اساسي قانون،مطبوعاتوقانون،اونورو نافذه قوانینو څخه څه ناڅه خبر وي چې دا د ژورنالېست قوت په ډاګه کوي.
٭ژورنالېست باید جرئتي وي: که چیرته ژورنالېست جرئت ونه لري نو ډیری وخت به له کمو معلوماتو اوجزیاتوسره خپل دفتر ته راستنیږي اوهغه هدف اومقصد چې دخپرونې یا ګذارش لپاره یی ټاکلی دی هغې ته به رسیدل ستونزمن وي رپوټ مرکه یا خبر به یی نیمګړی وي ځني وختونه ژورنالېست په ژوندی راډیویی خپرونه کې له اوریدونکو سره خبرې کوي یا له یو مهم شخص سره مرکه کوي که ژورنالست جرئت وبایلي دخپرونې منځپانګه یا محتوا ګډوډیږي اوخپرونه خپل مسیر بدلوي اوهر هغه څه چې دژورنالېست په زړه کې دي غواړي چې له مقابل لوري یی راوباسي او ویی غږوي په هغې بیا برلاسی کیدای نه شي.
درنولوستونکو!دا وو دیوه ښه ژورنالېست خصوصیات چې ستاسو په واک کې مودرکړل دژورنالیزم اړوند مضامین اومطالب به انشاالله که ژوند باقي وو په راتلونکې کې ولولئ.
ژورناېلست سیدحبیب صمیم- خوست
tags

ستاسې تبصرې

*


Top