طالبان له مسؤلیت څخه خلاص شول

 طالبان له مسؤلیت څخه خلاص شول



۱۶ـ۰۸ـ۲۰۱۷ طالبان له مسؤلیت څخه خلاص شول
محمدامین بسمل
دسرلیک له سپڼلو مخکې غواړم یو څو پوښتنې ستاسو درنو هیوادوالومخ ته کېږدم:
۱ـ دګران افغانستان دا ۱۷کلن اشغال اوتپل شوې جګړې افغانانو، نړیوالواو په ټوله کې انسانیت ته څومره زیان ورساوه؟
۲ـ په دا ۱۷کلن اشغال موسرخلاص شوی، چې د څه لپاره وه اودی؟
۳ـ د بشري حقونو، بیان آزادي او دیموکراسي له نارو سورو سره په حقیقت کې روان اشغال همدغوعمده دریو څیزونو ته څومره زیان ورساوه؟
۴ـ افغان اولس، د سیمې نورو اولسونو او په ټوله نړۍ کې دانسان امن، انساني ارزښتونواود انسان لمړنیو حقونوته د سپینې ماڼۍ د متکبرو واکمنانو له لاسه څومره زیان ورسول شو؟
۵ـ کمونستي اسلام ضد ایډیولوژي او د وخت حاکمو کمونستانو د اسلام مقدس دین اوانسانیت ته زیات زیان رسولی که زموږ د مجاهدینو د نیمې لارې مل ملګرو؟
هیله ده پورتنیو پوښتنو ته د خپل وجدان له مخې ځواب ومومئ.
اوس به سرلیک ته(طالبان له مسؤلیت څخه خلاص شول) راشم.
هو!
د امریکا اولسمشر ټرمپ ته د طالبانو پرانیستی لیک به له راتلونکو ټولو مسؤلیتونو اوهر اړخیزو ناورینونو له ځواب څخه طالبان وژغوري.
طالبانو ددغه مهم لیک په محتوا کې د لوړاستدلال او واقعتونو ترڅنک خپلې جګړه یزې انګېزې، کلک هوډ او ټینګ مقاومت هم روښانه کړی دی.
دیاد لیک لوړ او انساني ارزښت په دې کې دی، چې که ومنل شي نو بشریت به له ننني وحشت څخه دانسانیت، امن اوعاطفې ډګرته راوګرځوي.
څه چې په دې مهم لیک کې خورا د پام وړ دي هغه دا چې دا ځل طالبانو په زغرده روښانه کړې، که اولسمشر ټرمپ یې لیک ونه مني دوی به د امریکا له حریفانو د خپل هیواد د استقلال لپاره امکانات وغواړي.
اشغال اشغال دی مجاهدینو دهیواد د استقلال لپاره له دا ټول لوېدیځ څخه مرستې ترلاسه کولې نو طالبان بیا له چا کم دي چې دهیواد د استقلال لپاره له چا مرسته ونه شي غوښتلی؟
داځل طالبانوپخپل لیک کې په ډانګ پېیلي ډول سپینې ماڼۍ ته روښانه کړې چې د۴۸ ملکونو په پوځي اواقتصادي امکاناتوموهم زموږ مقاومت ونشو ځپلی نو دبلک واټر په ملېشو خو هیڅکله هم دې موخې ته نشئ رسدلی.
زه د یوافغان او یوانسان په حیث هیله من یم، چې اولسمشرټرمپ له سلیم عقل څخه کار واخلي، دطالبانو لیک ته په درنه سترګه وګوري ترڅو را روان بشري ناورینونه خنثا او د بشري تاریخ یو ځلانده ستوری وګرځي.
له خپلو درنوهیوادوالو څخه مې دا هیله ده، چې د افغاني نوښتونو او ارزښتونوپه رڼا کي پخپلو کې جوړ راشي، د هیواد نیکمرغي اواستقلال لپاره له موقتي امتیازاتولاس واخلي، نه په بلک واټر ونازیږي نه یې په نورو کربوړو ځګه چې پردی کټ ترنیمو شپو وي.
دطالبانوپرانستی لیک په لاندني لینک کې لوستلی شئ.
http://rohi.af/fullstory.php?id=58209
دګران افغانستان د استقلال او ټولو وروڼو قومونو د یووالي په هیله
tags

ستاسې تبصرې

*


Top