امریکايي چارواکو په پاکستان کې د حزب المجاهدین ډله ترهګره بللې

امریکايي چارواکو په پاکستان کې د حزب المجاهدین ډله ترهګره بللې


امریکايی چارواکو ویلي دي، چې په پاکستان کې کشمیرۍ سخته ډله حزب المجاهدین بهرنۍ ترهګره ډله بللې اوپر هغې یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوه بیان کې راغلي چې د حزب المجاهدین ډله یوه ترهګره ډله ده او ویل شوي دي، چې په دغې ډلې د امریکا د مالي ادارو لخوا پر کارولو یې بندیز لګېږدلی دی. 

په بیان راځي، چې که پر حزب المجاهدین ډله په بندیزونو ولګول شي نو دا ډله له چندې ژغورل کېږي.

د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین له لسګونو کلونو راهیسې کشمیر کې د هند ضد د ازادۍ جګړې دعوه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، چې د سید صلاح الدین په مشرۍ دې ډلې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top