پاکستان د چل او فریب له سیاست څخه کار اخلي

پاکستان د چل او فریب له سیاست څخه کار اخلي



په افغانستان کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړو افغانستان ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د سفر هدف د نړیوالې ټولنې غولول بولي.
د ولسي جرګې د یاد کمېسیون غړي ویلي، چې پاکستاني چارواکي تجربه شوي دي؛ د دوی په وینا چې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو دا ډول سفرونه، بې پایلې دي.
د کمېسیون غړي کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیالې راتګ ته په اشارې ويلي، چې دغه هېواد تل د افغانستان په وړاندې د چل او فریب له سیاست څخه کاري اخلي
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې اغلې ارین یون نن ورځ ویلي، پاکستان غواړي وښيي چې خپلو وعدو ته ژمن دي، دوي له ترورېزم سره مبارزه کوي او هڅه یې دا ده چې له دې لارې نړیوالې ټولنې دوکه کړي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره تهمینه جنجوعه کابل ته راغلې او له افغان چارواکو سره په لیدنه کې یې یو ځل بیا د هېواد له لوري، په خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له مېرمن جنجوعه سره په کتنه کې یو ځل بیا له پاکستان غوښتي چې په خپل قلمرو کې د درېیم هېواد تر څار لاندې د ترورېزم پر ضد اقدام وکړي.
د دې سفر په لړ کې اغلې تهمینې جنجوعه، د افغانستان پخواني ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره هم خبرې کړې دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top