سمر وایي: د جنګي جنایتونو څېړلو لپاره دې د هاګ له محکمې مرسته وغوښتل شي

سمر وایي: د جنګي جنایتونو څېړلو لپاره دې د هاګ له محکمې مرسته وغوښتل شي



افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د جزا له نړیوالې محکمې د جنګي جرمنو د څېړولو په برخه کې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
دغه کمېسیون ویلي، چې د جنګي جرمونو د څېړنې په برخه کې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه ددې توان نه لري، چې په دې برخه کې سمې څېړنې وکړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون مشرې اغلې سیما سمر د چهارشنبې په ورځ د ترورېزم او وسله والو شخړو له قربانیانو څخه د ملاتړ د ملي څېړنې د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د معافیت فرهنګ د لمنځه وړلو لپاره، د نړیوالې جزايي محکمې مرسته او مداخله مهمه ده.
مېرمن سمر زیاته کړې، چې په افغانستان کې داسې قانون نشته چې له مخې یې د جګړو قربانیانو ته سمه رسېدنه وشي.
د هغې په خبره د ترورېزم او وسله والو شخړو له قربانیانو څخه د ملاتړ ملي څېړنې هم د ېهمدې لپاره، ده چې د جګړو قربانیانو تهپه سمه توګه رسیدنه وشي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top