افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويې کمېټې د ابوحنیفة دار العلوم له کتابتون سره مرسته کړې

 افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويې کمېټې د ابوحنیفة دار العلوم له کتابتون سره مرسته کړې



د افغان ولس لپاره، د سعودي مرستندویي کمیټې روهي ته په راغلې خبر پاڼه کې راغلي، چې یادې کمېټې د ابوحنیفه دارالعلوم له کتابتون سره، څلور مليونه شپږ لکه درې دېرش زره پنځه سوه اته اتيا افغانيو په لګښت چې ټول ټال اته شپېته زره یوسلو یو څلوېښت امریکایي ډالره کېږي؛ په یاد شوي قېمت د کتابتون لپاره، فرش، کتابونه، المارۍ او کمپیوټرونو پلورلي شوي دي.
له دغه کتابتون سره مرسته، د هغه تړونليک برخه ده چې په ۲۰۱۳ميلادي کال کې د سعودي عربستان سفارت لخوا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهنې وزارت سره د يو مليون ډالرو په ارزښت لاسليک کړی و.
د هغه تړون په ترڅ کې د پوهنې وزارت اړوند ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو باندې یو لک څلورويشت زره جلده ديني کتابونه او په شل زره زده کوونکو درسي بکسې او قرآن کريمونه ويشل شوي دي.
په خبر پاڼه کې راځي، چې د تړون دوهمه برخه د حکومتي لويو او مشهورو دارالعلومونو ته کتابتونونه جوړول او په کتابونو او اړونده سامان آلاتو مجهز کول و.
ویل شوي، چې د پروژې لوموړۍ برخه مخکې پلي شوې وه او دوهمه برخه یې د پوره کېدو په درشل کې ښودل شوې ده.
یاده دې وي چې د سعودي مرستندويه کمېټئ له ۲۰۰۲میلادي کال راهيسې په ښوونيزو، روغتيایي چارو او بيړنيو مرستو په برخه کې له افغانانو سره مرستې کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top