د کونړ چارواکي ويلي، چې نرنګ کې ۵ ماین جوړوونکي او ۲ مشکوک کسان ونیول شو

د کونړ چارواکي ويلي، چې نرنګ کې ۵ ماین جوړوونکي او ۲ مشکوک کسان ونیول شو


د کونړ امنيه قوماندان وايي، تېره شپه يې پنځه تنه ماین جوړوونکي او دوه نور مشکوک کسان په نرنګ ولسوالۍ کې نیولي دي.

امنیه قومندان زیاتوي، چې دوی یو شمېر جنګي مهمات اسمار ولسوالۍ کې هم تر لاسه کړي دي.

یاد ولایت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی تېره شپه په نرنګ ولسوالۍ کې پلټونکي عملیات تر سره کړي، چې پکې ۷ تنه وسله وال مخالفین او د ماینونو جوړونکي نیولي شوي دي.

جمعه ګل همت وایي، چې ترورېزم سره د مبارزې مدیریت په اسمار ولسوالۍ کې د هاوان هغه ګولۍ هم نیولې چې ښايي وسله والو غوښتل، د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د یادې ولسوالۍ پر مرکز وتوغوي.

د یادو وړ ده، چې د کنړ په تیر کال جشن کې وسله والو څو توغوندي توغولي و، چې له امله یې ګڼ وګړي ټپیان شوي وو.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top