زموږ ځوانان او د ځوانانو نړيواله ورځ

زموږ ځوانان او د ځوانانو نړيواله ورځ



په نړۍ کې هر کال پر بېلابېلو مسايلو نړيوالې ورځې نمانځل کيږي او د هرې ورځې نمانځنې لپاره بېله ورځ ټاکل شوې ده. په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو له خوا يوه داسې طرحه جوړه شوه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر کال د اګسټ په دولسمه د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځل کيږي.
دغه ورځ هرکال په يوه ځانګړې موضوع راڅرخي. له ۲۰۰۰ م کال راهيسې د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت هر کال تر ۲۰۱۷ ميلادي کال پورې لاندې موضوع ګانې تر بحث او څيړنې لاندې نيول شوي دي:
۲۰۰۱ ميلادي کال: روغتيا ته پاملرنه کول او بېکارۍ ته ځواب ويل.
۲۰۰۲ ميلادي کال: د اوس او د راتلونکې لپاره د ځوانانو په دوامداره توګه لاس په کار اچول.
۲۰۰۳ ميلادي کال: په هر ځای کې د ځوانانو لپاره د غوره او ګټور کار موندنه.
۲۰۰۴ ميلادي کال: په بين المللي ټولنه کې ځوانان او د هغوی رول.
۲۰۰۵ ميلادي کال: د ژمنو عملي کول.
۲۰۰۶ ميلادي کال: د بې وزلۍ سره جدي مبارزه.
۲۰۰۷ ميلادي کال: چې وليدل شي، واورئ او د پرمختګ لپاره د ځوانانو پراخ ګډون کول.
۲۰۰۸ ميلادي کال: د اقليم بدلون او د ځوانانو د عمل وخت.
۲۰۰۹ ميلادي کال: پايښت: زموږ ننګونه او زمو راتلونکې.
۲۰۱۰ ميلادي کال: خبرې اترې او دوه اړخيزه پوهه.
۲۰۱۱ ميلادي کال: زموږ په نړۍ کې بدلون راولئ.
۲۰۱۲ ميلادي کال: د يوې غوره نړۍ په هڅه کې کې د ځوانانو سره ملتيا
۲۰۱۳ ميلادي کال: د ځوانانو مهاجرت د پرمختګ لپاره.
۲۰۱۴ ميلادي کال: دماغي ستونزو او د هغوی روغتيا لپاره هڅې.
۲۰۱۵ ميلادي کال: د ځوانانو مدني ښکېلتيا:
۲۰۱۶ميلادي کال:د ۲۰۳۰ م سړک ، د بيوزلۍ له منځه وړل او د دوامدار پايښت.
۲۰۱۷ ميلادي کال: د سولې په راوستلو کې د ځوانانو مهم رول او د حل لار ورته پيدا کول، نو دلته په افغانستان کې هم دا ورځ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د ملګرو ملتو د نېټې سره سمه نمانځل کيږي. مګر دلته دغه ورځ په داسې وخت کې نمانځل کيږي، چې زياتره زموږ ځوانه طبقه له فقر، غربت، بې تعليمي او په ژوند کې له نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي او تراوسه هيڅ د حل لاره نه ده ورته لټول شوې.
که نورې نړۍ ته فکر وکړو، هلته ځوانان په خپله وړتيا ښيي، نوي ابتکارونه او نوښتونه رامنځ ته کوي او په خپله د هغې وړتيا له مخې ورته کار او روزګار پيداکيږي او خپل ژوند په ښه توګه پرمخ بيايي.
په زياتره بهرنيو هيوادونو کې کله چې محصلين له پوهنتونونو فارغيږي،د بېلګې په ډول د تکنالوژۍ په برخه کې، نو هلته هغه محصلين د زده کړې په جريان داسې څه جوړوي، چې په هغه کې يو نوی ابتکار او يا نوې څيړنه وي، چې دوی وکولای شي په خپله د خلکو او لويو لويو شرکتونو توجه ځانته راجلب کړي او د شرکتونو واله وکولای شي دوی په اسانۍ سره په خپل شرکت کې په دنده وګماري، خو بدبختانه دلته په افغانستان کې زياتره ځوانان له پوهنتونونو فارغيږي، خو همداسې بې دندې پاتې کيږي او ځينې د دې وړتيا هم نه لري ، چې په خپل مسلک کې دنده په ښه توګه پرمخ يوسي.
که څه هم زموږ په هيواد کې له يوې خصوصي سکتور دومره پرمخ نه ده تللی، چې د ځوانانو په جذبولو کې او هغوی ته د دندې په پيداکولو کې رغنده رول ولوبوي، او له بلې خوا دولت هم ځوانانو ته په دې برخه کې پاتې راغلی ده. همدارنګه د ځوانانو معينيت چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ترچوکاټ لاندې فعاليت کوي او دوی د ځوانانو په چارو کې رغنده رول لري ، خو په ډېر تاسف سره بايد ووايو، چې دوی تر اوسه د ځوانانو لپاره داسې پروګرامونه پرلاره نه دي اچولي، چې ترڅو زموږ په ځوانانو کې د وطني مينې، هيواد پالنې مفکوره راژوندۍ او ځوانان دې ته وهڅوي، ترڅو د خپل وطن د ابادۍ، سولې او سوکالۍ لپاره خپلې مټې په صادقانه توګه راونغاړي ،بلکې دوی يوازې او يوازې نمايشي غونډې ترسره کړي دي، نور يې هيڅ د عمل څرک نه ليدل کيږي.
که غواړو چې هيواد مو له دې څلويښت کلن ناورين څخه رابهر شي، نو دولت او ولس ته پکار ده،چې په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره په هره تعليمي اداره کې فکري مرکزونه ايجاد کړي او په دې کې بايد د ځوانانو لپاره بېلا بېل پروګرامونه لکه: ملي ترمينالوژي، ملي احساس، هيواد پالنه او وطني مينه چې د يوه هيواد بنسټ جوړوي، پرلاره واچول شي او ځوانان خپلو مسوليتونو ته په زغرده متوجه شي، نو لرې نه ده، چې موږ به يو غښتلی، خپلواکه او سرلوړي افغانستان ولرو.
د يوه سرلوړي او اباد افغانستان په هيله


 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top