حکمتیار ویلي، چې روانه جګړه هېڅ توجیه نه لري

حکمتیار ویلي، چې روانه جګړه هېڅ توجیه نه لري



د حزب اسلامي امير انجنير ګلبدين حکمتيار وايي، چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره، ترسره کېږي او دغه جګړه هېڅ ډول توجيه نه لري.
 د حزب اسلامي افغانستانمطبوعاتي دفتر په پاڼه کې راغلي، چې د حزب اسلامي امير دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ د صافي لنډ مارک له مسوولينو سره په کتنه کې کړې دي.
ښاغلي حکمتيار ویلي، چې اوسنۍ جګړه هېڅ ډول ديني او عقلي توجيه نه لري او دغه جګړه د پرديو موخو لپاره ترسره کېدونکې ده.
هغه روانه جګړه افغانانو په زيان ګڼلې او وایي، چې ګټه يې بهرنيانو ته رسېږي. د حزب اسلامي امیر زیاته کړې، چې ملت سوله غواړي، د جنګ غوښتونکو ملاتړ نه کوي.
ویل شوي، چې حزب اسلامي د جنګ د پاى ته رسولو او امنيت د ټينګښت لپاره، هلې ځلې کوي او دې همدې موخې ته د رسېدو لپاره، يې ټولو خواوو ته د ورورۍ لاس غځولى دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top