امنیتي چارواکي: د کندز عملیاتو کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي.

امنیتي چارواکي: د کندز عملیاتو کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ وسله وال طالبان  وژل شوي.



 د  کندوز ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١۰ وسله وال طالبان د پوځي عملياتو په لړ کې وژل شوي دي.
د شمال ختيځ زون د پامير شلمې فرقې مسؤلين وايي، دغه عمليات په چهاردرې ولسوالۍ کې شوي دي.
دې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي رسنیو ته وويل، په دغو عملياتو کې ٨ نور وسله وال طالبان  ټپيان شوي هم دي.
ښاغلى کريمي وايي چې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو  دوه قوماندانان هم شامل دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top