د عدلي او قضايي مرکز د درنو جرمونو د څېړنې محکمې دا ځل څوک محکوم کړل؟

د عدلي او قضايي مرکز د درنو جرمونو د څېړنې محکمې دا ځل څوک محکوم کړل؟



د عدلي او قضايي مرکز د درنو جرمونو د څېړنې لومړنۍ محکمې په خپله د سې شنبې د ورځې په علنۍ غونډه کې ځينې کسان په نقدي جريمې او بند محکوم کړل.
دغې محکمې پرون سه شنبه افغان سوداګر عبدالغفار داوي په څه باندې ٩ کاله بند او په شااوخوا ٢١ ميليونه افغانیو نقدي جريمې محکوم کړ.
محکمې دغه راز د داودي مرستيال محمد اصغر غياثي په ٩ کاله بند او نقدي جريمې محکوم کړ.
د محاکمې په غونډه کې د ټرانسپورټ  پخوانى معين عبدالرزاق ځلالي هم له خپل صلاحيت څخه د ناوړه استفادې په تور په پنځه کاله بند او نقدي جريمې محکوم شو.
د دغه وزارت پخوانى معين راز محمد علمي د وظيفوي غفلت په جرم په شپږ کاله بند او د درې زره ډالره نقدي جريمې محکوم کړ.
ابتدائيه محکمې ويلي چې دا نهايي حکم نه دى او محکوم کسان کولاى شي د استېناف غوښتنه وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top