اوکراین پر روسیه تور پورې کړی دی چط د اوکراین پر خلاف کمپاین کوي

اوکراین پر روسیه تور پورې کړی دی چط د اوکراین پر خلاف کمپاین کوي



اوکراین پر روسیه تور پورې کړی دی چې یاد هیواد د اوکراین دولت پر وړاندې کمپاین کوي تر څو یې په نړیواله سطح بندي کړي.
د اوکراین امنیتي او دفاعي شورا مشر الکساندر تور چینوف ویلي دي چې اوکراین کله هم د شمالي کوریا سره په توغندیو جوړولو کې مرسته نه ده کړې.
نوموړي ویلي دي چې د اوکراین تولید یوازې پر فضایي صنعت پورې محدود دی چې د نړیوالو قوانینو سره سم یې د سایکلون یو او سایکلون دوه فضایي توغندي جوړ کړي دي.
اوکراین وروسته له هغې یاد غبرګون ښودلی دی چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو متخصصینو له خولې راپور خپور کړ چې شاید شمالي کوریا د توغندیو انجنونه له اوکراین څخه پېرودلي وي.
تور چینوف ویلي دي چې دا هم د روسیې د کمپاین یوه برخه ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top