نواز شریف: له سترې محکمې د خپلې نا اهلۍ پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي.

نواز شریف: له سترې محکمې د خپلې نا اهلۍ پر پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کوي.



د پاکستان پخوانی صدراعظم ښاغلي نوازشرف د خپلې نا اهلۍ پر پرېکړې د بیا کتنې، سترې محکمې ته غوښتنلیکونه ورکړي دي.
نواز شریف د پاکستان سترې محکمې د تېرې جولايي میاشت په ۲۸ مه نېټه د پاناما اسنادو په دوسیه له  کبله، نااهلهمعرفي شوی، چې ورسره سم نواز شریف هم له صدراعظمۍ څخه استعفا ورکړې وه
 
د سترې محکمې د پریکړې له مخې، د نواز شریف د کورنۍ د غړیو په اړه د فساد د ادعاوو په څېړنه کې د دوی د اعلان شوې پانګې او د عواېدو د سرچینو تر منځ زیات توپیر ښودلی دی.
 
پاکستاني رسنۍ وايي چې نواز شریف د سې شنبې په ورځ په ستره محکمې کې د خپلې نااهلۍ پرخلاف ۳ درخواستونه ورکړي او له محکمې یې غوښتي چې په دې لړ کې دې په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top