سرپل کې د ۵۲ شهیدانو جسدونه د ولایت مرکز ته راوړل شول

سرپل کې د ۵۲ شهیدانو جسدونه د ولایت مرکز ته راوړل شول



د سرپل امنیتي چارواکي وایي چې د یاغیانو له خوا د ۵۲ شهیدانو شوو ملکي وګړ جسدنه د یاد ولایت مرکز ته راوړل شول کوم چې په ظالمانه ډول د وسله والو له خوا په شهادت رسیدلي وو.
د سرپل نظم عامه ۶مې لوا قوماندان حسیب الله قریشي ویلي دي چې په یادو کسانو کې ماشومان او سپین ږیري هم وو چې په بې رحمانه ډول وژل شوي وو او بیا په ډله ییزو قبرونه کې ښخ شوي وو.
وروسته له هغې چې امنیتي ځواکونو سیمه ونیوله د هغوی جسدونه یې راوویستل چې نن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سرپل په مرکز کې خاورو ته وسپارل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top