افغانستان د اوبو د لویو بندونو په نړیوال کمیسیون کې شامل شو

افغانستان د اوبو د لویو بندونو په نړیوال کمیسیون کې شامل شو


 افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې دوی په تېرو دوو کلونو کې د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت په برخه کې د ځینو پروګرامونو په پلي کولو سره، د اوبو لویو بندونو په نړیوال کمیسیون کې د غړیتوب معیارونه پوره کړي دي.

بل خوا د لویو بندونو نړیوال کمیسیون یا (ICOLD) چې مرکز یې په پاریس کې دی د افغانستان غړیتوب هم منلی دی. 

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ښاغلي عبدالبصیر عظمي وایي، چې د دغه سازمان د غړو ترمنځ په خپلو کې د بندونو اړوند تخصصي چارو، تجربو او ټکنالوجۍ شریکول ډېر موثر دي دي.

افغانستان د خپلو اوبو د مدیریت په برخه کې د نا امنۍ په ګډون له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان لپاره، د معیاري بندونو جوړولو او اوبو مدیریت په برخو کې د نړیوال کمیسیون غړیتوب ترلاسه کول ډېر مهم دي.

ویل شوي، چې دغه کمیسیون په تخصصي بڼه د خوندي او معیاري بندونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته کولی شي.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top