سویسي اداره: حشرې خوړل روغتیا ده!؟

سویسي اداره: حشرې خوړل روغتیا ده!؟



د سويس یوې لویې کاروباري ادارې خبر ورکړی، چې د حشرو برګر او کوفتو خوړل ګټه لري.
 د نوموړي ادارې په حواله، چې د خوراک دغه نوې لړۍ به د انسان روغتیا ته ډيره ګټه ورسوي.

د حشرو او چنجیانو برګر او کوفتې حوړول خبر د کُوپ ادارې ورکړی دی. کوپ د سويس په سوپر مارکیټونو کې د ژوند د اړتیا وړ توکو د برابرولو دویم لوی شرکت ګڼل کېږي.

دغې ادارې اعلان کړی، چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې به پر حشرو سنګار شوی برګر د عام خلکو د خولې خوند او ذایقې برابرولو لپاره بازار ته هم وړاندې شي.

د خوراکي توکو د حفاظت کارپوهانو له حشرو څخه جوړ برګر یوه نوې پدیده بللې او ویلي يې دي، چې دوی به یې ملاتړ وکړي.

په دې برګر او کوفتې کې چې کوم ډول حشرې اچول کیږي دا وایي ډیر پروټین لرونکې دي. د ایسنټو له خوا جوړ د حشراتو دغه برګر او کوفتې به د سويس هیواد په ټولو لویو او وړو ښارونو کې د کُوپ په پلورنځایونو کې موجود وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې (FAO) هم د ۲۰۱۳ کال په رپوټ کې راغلي و، چې د مخ پر ډیریدونکې ولږې د کنترولولو لپاره انسان باید د متبادلو لارو چارو پیدا کولو کوښښ وکړي.

او په دغه رپوټ کې له حشرو څخه جوړ شوي خواړه د ځمکې چاپیریال ته لږ زیان رسونکې بلل شوي دي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top