مڼه او ګټې یې

مڼه او ګټې یې


د مڼې علمي نوم Malus domestica دی او په انګلیسي کې ورته Apple وایي،چې د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؟ خوږه او غوښنه مېوه لري؛ ځینې یې په دوبي او ځینې یې په مني کې پخېږي.   د مڼې ډېره ښکلې ده، چې د ونې لوړوالی یې له ۱/۸ تر ۴/۶ مترو پورې رسېږي. پاڼې شنې بیضوي شکله تېرې څوکې لري؛ د ونې ګلان یې سپین دي، چې د پسرلي په لومړیو کې له پاڼو سره یوځای په ونه کې راښکاره کېږي. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې  د مڼې ونې کرل کېږي، چې د میدان وردګو مڼې تر ټولو زیاتې مشهورې دي، چې نه یوازې د هېواد، بلکې د نړۍ په بازارونو کې یې مینه وال شتته دي.   د مڼېد تاریخچې په هلکه راځي، چې لومړۍ د مڼې ونه په مرکزي آسیا کې وکرل شوه، چې زرهاو کاله وروسته د مهاجرو (کډوالو) په وسیله یې اروپا او امریکا ته لاره پیدا کړه، چې په نړۍ کې یې تر دې دمه ۷۵۰۰ پېژندل شوي سورتونه شتون لري .   مڼه په بشپړه پیمانه د ( PP، B2، B1،  A، او C ) ویټامینونه لري. قندونه یې په ځانګړي ډول ګلوکوز او سلولوز دي. سر بېره پر دې معدني مالګې لکه : فاسفورس، کلسیم، مګنیزیوم، پوټاشیم او نور په خپل ترکیب کې لري . مڼه بشپړ خواړه دي، ویټامینونه یې د بدن اړتیا پوره کوي. که مڼه په ونه کې ښه پخه شي، نو خوشالونکې، زړه او اعصاب قوي کوونکې مېوه ده، د هاضمې جهاز هم پیاوړی کوي او په اروایي توګه انسان ډاډمن کوي . مڼه د بدن په روغتیا او د پوستکي ښکلا او تازه ساتلو کې ډېر رول لري. د ینې د ناروغیو د نقرص، روماتېزم او ډیابت د ناروغانو له پاره ښه مېوه ده، څرنګه چې د مڼې سلولوز له نورو مېوه جاتو څخه لږ دی، نو ځکه یې د نورو په پرتله جذب او هضم آسان دی .   د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري مڼه ډېرې روغتیا یي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي : ـــ مڼه نس ناسته له منځه وړي ـــ د مڼې مربا ټوخی له منځه وړي او غږ صافوي . ـــ تروه مڼه یا د هغې نچوړ، چې څوک ډېر تږی کېږي د هغه له پاره ښه دی . ـــ مڼه په ډېره پیمانه کلسیم لري او د مڼې کلسیم له بدن سره مرسته کوي، چې د نورو خوړو کلسیم هم جذب کړي . ـــ تر نورو خوړو مخکې د مڼې خوراک اورۍ قوي کوي . ـــ مڼه اشتها ډېروي . ـــ د مڼې خوټېدلې اوبه د معدې او سږو د ناروغیو له پاره ګټورې دي . ـــ د مڼې خوراک د هغو کسانو له پاره هم ډېر ګټور دی، چې د شکرې ناروغۍ لري، ځکه چې د وینې د خوږو کچه نه لوړوي . ـــ هغه څوک چې فزیکي کار نه کوي او پرځای ناست وي، د هغه له پاره د مڼې خوراک ډېر اړین دی . ـــ هغه کسان چې غواړي ډنګر شي، نو هرومرو دې مڼه له پوستکي سره وخوري . ـــ مڼه د صفرا کڅوړه او د پښتورګیو د تیږو په حل کې مهم رول لري . ـــ مڼه د بد هضمۍ له پاره تر ټولو ښه او اغېزمن درمل دي، ځکه په ډېره پیمانه پکتین لري. ـــ مڼه قلوي مواد لري، نو یوریک اسید په بدن کې حلوي . ـــ د مڼې اوبه د پوستکي د ښکلا له پاره، په ځانګړې توګه د پوستکي د ګونځو په له منځه وړلو کې ډېرې ګټورې دي، د دې کار له پاره د یوې تازه مڼې اوبه را واخلئ، د شپې او سهار له مخې یې د خپلې غاړې او مخ په پوستکی وموښئ . ـــ که څوک د خولې بدبویي لري او خپل ملګری او انډیوال ترې په تکلیف وي، باید ۱۵ دقیقې داڼیا وژویي او بیا یې تو کړي او وروسته یوه مڼه ښه وژویي او وې خوري، دا کړنه د خولې د بد بویي په لرې کېدا کې ډېره مرسته کوي . ـــ که څوک روحاً نارام او کمزوری وي، عصبي کمزوري ولري او اندېښنه کوي، نو د مڼې ځوښه دې د ګني له ځوښې سره یوځای کړي، دومره دې وخوټوي، چې ټینګ شي، د ګلاب ګل پاڼې او زعفران دې ورسره یوځای کړي او هره ورځ دې دغه شربت وخوري، ډېره ګټه لري او همدارنګه د هغو کسانو له پاره هم ښه ګټه لري، کوم چې فشار یې له طبیعي کچې ټیټ وي .  
tags

ستاسې تبصرې

*


Top