طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټپي شوی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټپي شوی


د افغانستان ملي اردومسوولینو خبر ورکړی، چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فاریاب ولایت کې سخت ټپي شوی دی.

ویل شوي، چې په یاد ولایت کې د شاهین قول اردو د ځواکونو په عملیاتو کې طالب ویاند ټپي شوی دی.

د شاهین قول اردو مشر جنرال امان الله مبین وویلي، چې ذبیح الله مجاهد د غورماچ په ولسوالي کې د ملي اردو د عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی.

جنرال مبین ویلي، چې د ذبیع الله مجاهد وضعیت مرګونی دی.

جنرال مبین په خبرو کې نه دي ویلي، چې دوی ته څنګه معلومه شوې، چې ذبیح الله مجاهد سخت ټپي دی.

بل خوا وسله والو طالبانو تراوسه پورې، د دوی د ویاندوی د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو ښکاره د دې ډلې نننۍ اعلامیه د طارق غزنیوال له خوا رسنیو ته لېږل شوې ده.

د ذبیح الله مجاهد د ټپي کېدو دا لومړی ځل دی، چې پرې راپور ورکول کېږي.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top