ځوانه ورځ دې مبارک شه!

ځوانه ورځ  دې مبارک شه!



د زمري ۲۱ مه چې د اګست دمیاشتې له ۱۲ مې نیټې سره سمون خوري ؛ دځوانانو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په بیلابیلو دودیزو جشنو سره لمانځل کیږي، خو افغانستان کې دڅو کلو راپه دېخوا   دځوانانو نړیواله ورځ لمانځل يې  په ځینو ولایتونو کې پیکه  او دنمایشي غونډو په  ترڅ کې ترسره کیږي، ولې ډیري ځوانان هم له یادې ورځې څخه ناخبره دي.
څنګه چې ویل کیږي او دا یو ښکارنده حقیقت دی، چې ځوانان دهیواد په جوړولواو پرمختګ  کې رغنده رول لوبولای شي  او په لنډه توګه  ویلای شو، چې ځوانان دیو هیواد دملا تیر  حیثیت لري، باید د ټولنې ولسونه او حکومت دې ورته ډیره پاملرنه وکړي .
که په کومه ټولنه کې  ځوان شتون ونلري، هغه ټولنه به ورسته پاتې وي، خو داچې ځوانان څومره دهیواد پروړاندې مسؤلیت منونکي دي، باید خپل مسؤلیت او اداینه په واقعي توګه  سرته ورسوي، ترڅو ټولنه  د بدبختیو له ننګونو څخه خلاصی پیدا کړي.
ځوانان دې په ټولنه کې دپوهې، صبر، حوصلې او دنیکو اخلاقو بیلګه واوسئ، دا دځوانانو دپرمختګ هغه ځانګړني دي، چې موجودیت يې اړین بلل کیږي، ځکه  پوه، حوصله ناکه او دنیکو اخلاقو ځوانان د هرڅه  درک کولای  شي او هم دخلکو نظریاتو، وړاندیزونو او خبرو ته په پوره درناوی غوږ نیسي.
 که چیرته داسې یو ځوان چې پورتني اوصاف پکې موجود نه وي، نو هیڅکله به ټولنه  او ځوان پرمخ ولاړنه شي او دواړه لورې  چې ځوان او ولس دي، دمناقشو او مناظرو دترسره کولو هدف به ترلاسه نکړي.
ځوانان چې دخپل کور( وطن)  په وړاندې دومره سترمسؤلیت لري، نو هغه  ځوانان چې په اوسني  وخت کې نیشه يي توکو او یا نورو عملونو ته مخه کړې او ځیني نور داسې  ځوانان لرو، چې دوطنپالنې حس يې مړ او په دې هم نه پوهیږي، چې موږ څوک یوو او څه باید وکړو، دوی دې راویښ او دځوان احساس دې پکې   ژوندی کړي.
دځوانانو نړیواله ورځ یواځې په دې بسنه  ونشي، چې یاده ورځ په غونډو او محفلونو سره  ترسره کیږي، چې  ګډونوال یو څو کرښې خبرې دځوان  په اړه وکړي، بلکې  لازمه ګڼو چې  هره ورځ دځوانانویادونه او دهغوی پر مسؤلیتونو، وجایبواو خدمتونو   خبرې  وشي، ترڅو  دځوانانو ستونزې برسیره  او حقیقوتونه په ډاګه او دحل لارې چارې  يې  دهمدغو ځوانانو په   ژبه اظهار  کیدلای شي.
ځوانان باید دمسؤلینو لخوا په مکافاتو ونازول شي  او  په ټولنه کې  هغه دودونه چې  مشران دې په هر کار کې مخکښ وي، دغه فرهنګ ته دپای ټکی کیښودل  او ځوانانوته دې په هرکار کې ونډه او مسؤلیتونه  ور وسپاري.
نو ځوانانو ته هم لاز ګڼو، چې  په ټولنه کې  ولسونه  له دوی څخه کومې غوښتنې  لري، باید ځوانان دې    خپلې مټې راونغاړي او  دهیوادپالو ولسونو په مینځ کې مخکښي غوره کړي.
ځوانه ورځ دې مبارک شه! دا شعار ټولو ځوانانو لپاره دی، چې هرځوان  ځان ته  متوجې   کوي، چې رښتیا هم ځواني  څنګه او په کوم ډول  ورڅخه ګټه واخیستل شي، ددې شعار آوریدل  هغه ځوانان چې دبې پروايي په  خوب بیده  دي راپاڅو ي، ددې خوبونو بیلګې، له هیواده نورو وطنونوته په غیرې قانوني تلل، مخدره توکوباندې روږدې کیدل، دهیواد په دېننه کې ناوړو کاروته لاس ورته کول او نور عملونه دي؛ خو چې ولس، دولت اوپوه او با استعداده  ځوانان په ګډه توګه  دغو کړنو ته  کار او  ددغو ځوانانو مخنیوی وکړي، نو دوی به هم  دهیواد دودانولو مسؤلیتونو  ته پام  ورواړوي .
 ځوانانو لپاره یوه ورځ  یادونه يې ځانګړې شويده، خو چې  ځوانا نوته دخیراو سوکالۍ پیغام له ځانه پریږدي او ځوانانو ته ددې ورځې په درناوي باید  په ټولنه  او حکومتي ادارو کې زیات رول ورکړل شي.
 راځئ چې یاده ورځ په  نمایشي غونډو ونه لمانځو، بلکې  عملي بڼه ورکړو، داهم لست کړو، چې په  هیواد کې څومره کادري او مسلکي ځوانان لرو. خو  دولت  ورته اوس هم پام ندی کړې، چې دوی خپل وړتیاوې دولسونو دخدمت کولوقرباني واوسي
tags

ستاسې تبصرې

*


Top