متحده عربي امارات: د افغانستان خپلواکۍ ورځ به په بې ساري توګه ولمانځل شي

متحده عربي امارات: د افغانستان خپلواکۍ ورځ به په بې ساري توګه ولمانځل شي



په متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې افغان جنرل قنسل عبدالصمد افغان وایي اماراتو  کې داځل د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په بې ساري توګه لمانځي  تیر کال هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه او اماراتو کې د میشتو افغان اوسیدونکو له لوري له پوره هرکلي سره مخ شوه، خو بیا هم  سږ کال په دوبۍ کې د افغانستان عمومي  قنسلګرۍ  جنرل  قنسل  عبدالصمد افغان وایي  د دې ورځې په تړاو په یوه لویه برنامه باندې کار روان دی او غواړو دا ځل د افغانستان د خپلواکې ۹۸ یمه کلیزه شنداره  او بې سارې وي.
 

ده وویل  زموږ هر  تکراري کار به له نویو نوښتونو ډک وي او دا زموږ زما واري ده چې افغان  وګړي په اماراتو کې خوشال وساتو او یو داسې فکر ورکړو چې دلته په ریښتوني معنا یو رهبر لرو او مونږ یوازې نه یو.
په متحده عربي  اماراتو کې میشت وګړي وایي زمونږ طمع هم داده چې زمونږ د خپلواکي ورځ دې،  داسې ولمانځل شي لکه څنګه چې د ځینو نورو هیوادنو لمانځل کیږي.

یو تن مسافر ګلاب وایې : پوره لس کاله په اماراتو کې وسیږم خو د دوو کالو را په دیخوا پوره بدلون وینم  زمونږ ملي ورځې په پوره شوق سره  لمانځل کیږي او ټول وګړي پکې برخه اخلو ،   کله چې خپل ملي بیرغ په پرادي هیواد کې رپاند ګورم ، او میشت مسافر ګورم چې خپل ملي اتڼ کې تاویږي یو بیل خوند اخلم .




 

ګلاب زیاته کړه  زمونږ د قنسلي په خدمتونو کې هم چټکوالی راغلی  او د نورو کالونو په پرتله هرڅه سم روان دي .
د یادونې ده چې تر اوسه کومه رسمي افغانه ټولنه ، ادبي بهیر او افغان ښوونځي په اماراتو کې وجود نه لري، ښاغلي افغان یې په ځواب کې وویل:

اماراتو کې مو پر افغان ښوونځي چارې روانې کړي او ژر به په اماراتو کې نړیوال افغان ښوونځی هم پرانیستل شي، ده زیاته کړه دلته مو  په ورته نورو کارونو هم هڅې روانې دي ادبي بهیرونه او ټولنې به هم په رسمي ډول رامنځ ته کوو.
همدارنګه د یوې راډویویي چېنل لپاره مې هم زیاتو سوداګرو ته ویلي  خو دوی  د راډیو فعالیت یو تجارت بولي ، پدې هیله چې یوه ورځ کومه کمپني یا شرکت پدې برخه کې زمونږ همکاري وکړي او مونږ به یې  پدې اړه کارونه زر خلاصوو.


tags

ستاسې تبصرې

*


Top