زموږ د لیکوالانو تر ټولو زیاتې تکراريدونکې تيروتنې

زموږ د لیکوالانو تر ټولو زیاتې تکراريدونکې تيروتنې



اجمل روهي
لیکل هنر دی، خو غوره ده ووایو، چې سم لیکل، ښکلي لیکل او فصیح لیکل هنر دی. ښکلې لیکنه د يو انځور په څېر ده او خپل قواعد لري. په انځور کې سکيج، رنګونه او د دوی ترکيب، سيوری او رڼا، تون، تناسب، موضوع او موخه، چې کيدی شي راز راز وي په پام کې نيول کيږي. په لیکنه کې هم د موضوع، موخې او نور تر څنګ، د ښکلو او مناسبو کلمو کارول همداسې دي، لکه په انځورګرۍ کې رنګونه، په خپل ځای د لیک نښو کارول دا اسانتیا رامنځته کوي، لکه په انځور کې رڼا او سیوری چې وضاحت راولي.
د وينا او ليکلو تر منځ واټن ډير دی؛ داسې خلک شته، چې ښې خبرې کولی شي، خو په لیکلو کې يې دومره ستونزې او تيروتنې وي، چې د وينا سره يې توپير ډير وي او هغه اغیز يې کميږي، کوم يې چې په وینا کې وي. د نورو هنرونو په څېر ښه لیکل هم ډير کار، تمرین او پاملرنې ته اړتیا لري.
زموږ د لیکوالو تر منځ داسې دود هم شته، که څوک د خپل مسلک سره په تړاو کې لیکنه هم نه کوي، زیاتره ليکوالان د خپل نوم سره خپل مسلک هم ذکر کوي لکه ډاکتر، انجینیر او حتی دنده لکه استاد، مولوي او داسې نور، چې په دې صورت کې لاندې يادې شوې تيروتنې يې که په لیکنه کې موجودې وي داسې انګیرنه رامنځته کولی شي، چې په خپل مسلک کې به هم وارد نه وي.
په دې لیکنه کې غواړم هغو ستونزو او ډيرو زیاتو تکراریدونکو تیروتنو ته اشاره وکړم، چې زموږ ډيری لیکوالان ورته پام نه کوي او یا هم دقیق تره ووایم، یو شمېر پرې نه پوهيږي.
له يوې لسیزې راهيسې روهي ويبپاڼې ته رالیږل شوې لیکنې، خبرتیاوې، رېپوټونه او نور مطالب له نظره تيروم او تر ارزونې وروسته يې د خپریدو یا نه خپریدو پرېکړه کيږي. که د دغه لیکنو د منځپانګې څرنګوالي، مالوماتي بډاينې، په زړه پورېتوب، د ياګانو (ی، ي، ې،ئ، ۍ) او معیاري ژبې له کارونې او نورو مسایلو نه تير شو، نو د ډيرو پياوړو او نوموتو لیکوالانو او یا ژباړنکو په لیکنو کې هم ځينې داسې تيروتنې شته، چې زما د اټکل له مخې له ۹۵ سلنې په زیاتو لیکنو کې تر سترګو کیږي او تکراريږي.
زه به د بېلګې په توګه تر ټولو زیاتې تکراریدونکي دغه تيروتنې په ګوته کړم او هيله ده، زموږ قدرمن لیکوالان ورته جدي پاملرنه وکړي:

  • زیاتره لیکنو کې د ربط توری دال (د) له کلمې سره یوځای ليکل کيږي او تر منځ يې فاصله نه مراعتيږي، چې لوستونکي ته په لوستو کې ستونزه پيدا کوي او که کوم ویاند وي یا به يې ناسم لولي او یا به هم لږ مکث ته اړ کړي. که لوستونکی د جملې له مانا او قرینې نه پوه نشي او سم يې و نه لولي، نو کله کله بيخي بله کلمه ترې جوړه شي. يو څو بېلګې يې دا دي:




د انا

دانا

د وران

دوران

د چار

دچار

د رد

درد

د روغ

دروغ

د ستار

دستار

د لال

دلال

د وهم

دوهم




پاس جدول کې ګورئ، که د  دال (د) له توري وروسته فاصله ورنکړل شي، د انا پر ځای به  دانا ولوستل شي او روغ به دې دروغ شي.
 

  • یو شمېر داسې ليکوالان هم شته، چې د (د) او (دې) تر منځ توپير نشي کولی. دلته به يې مثال وړاندې کړم، چې خبره لږه واضح شي:

 
د کتاب سرلیک. (د)
کتاب دې واخله! (دې)
 

  • د لیک نښو په کارولو کې د فاصلې نه مراعتول او یا هم د فاصلې ناسمه کارونه:

 
باید ووایم، چې د لیک نښو په کارولو کې د فاصلې نه مراعتولو ستونزه یا ناسمه کارونه تر ټولو زیاته تر سترګو کيږي. د فاصلې په مراعتولو کې لاندې ټکو ته ځير شئ:
۱) دغه لیک نښو ته لکه کامه (،)، ټکی یا نقطه (.)، سوالیه (؟)، ټکی کامه (؛)، دوه سر په سر ټکي (:)، ندایه (!) او یو شمېر نورو لیک نښو نه مخکې فاصله نه ورکول کيږي، خو وروسته ترې ورکول کيږي. یانې له مخکينۍ کلمې سره فاصله نلري او ور پسې راتلونکې کلمې سره يې لري، مثالونه وګورئ.
 
ناسم: اندیال ، پردیس او اتل ولاړل .
ناسم: اندیال ،پردیس او اتل ولاړل .
سم: اندیال، پردیس او اتل ولاړل.
 
۲) د لیندۍ او یا هم د نقل قول لپاره کارونکي ليک نښو ({[« کې بیا خبره بل ډول ده. د لینديو له پيل نه مخکې فاصله راځي، خو د لیندۍ په منځ کې لومړنۍ او وروسته کلمه لیندۍ یا قوس سره نښتې وي. لاندې بېلګي وګورئ:
 
ناسم:د مطالعې د ځای  په برخه کې څو ټکي مهم دي : مناسبه رڼا ، تهویه( د هوا جریان ) ،درس ته د کیناستو ښه حالت ، له کتاب څخه د سترګو مناسب واټن ،د مزاحمت مخنیوی یا ورسره ځان عادتول ، د درس په منځ کې وقفې ، ورزش ، ښه تنفس ،پوره اوبه او د دماغ تقویه کوونکي خواړه او میوې خوړل ...

سم:د مطالعې د ځای په برخه کې څو ټکي مهم دي: مناسبه رڼا، تهویه (د هوا جریان)، درس ته د کیناستو ښه حالت، له کتاب څخه د سترګو مناسب واټن، د مزاحمت مخنیوی یا ورسره ځان عادتول، د درس په منځ کې وقفې، ورزش، ښه تنفس، پوره اوبه او د دماغ تقویه کوونکي خواړه او میوې خوړل ...
 

  • د پراګراف په سر کې فاصله

یو شمېر لیکوالان بیا په پخوانۍ یا کلاسیکه بڼه اوس هم نوی پراګراف له فاصلې سره پيلوي؛ یانې د لیکل شويو کلمو له پیل نه مخکې په همدې کرښه کې یوه اندازه فاصله پريږدي، چې دا اوس ناسم بلل کيږي.

  • د سرلیک په پای کې د ټکي اېښودل

نه پوهيږم په افغانستان کې له کومه دغه دود رامنځته شوی، چې د سرلیک په پای کې د جملې په څېر ټکی اېښودل کيږي. که پاملرنه وشي، معمولا سرلیکونه جلا په لوی فونټ او ځينې ځایو کې په بل رنګ سره وي، چې له متن سره واضح توپیر يې شته، نو د ټکي اېښودلو لپاره خو زما په اند اړتیا نه ليدل کيږي او په نورو ژبو کې مې دغه دود ندی تر سترګو شوی. (که چا سره کوم ځانګړی دلیل او یا مالومات وي، هيله ده د تبصرو په ځای کې يې راته وليکي!)
 
څنګه کولی شو په اسانۍ سره یادې تيروتنې اصلاح کړو؟
له دې څو کرښو تر لوستو وروسته که ځينې لوستونکو ته د یادو تيروتنو د اصلاح اسانه لاره مالومه نه وي، نو زه يې دلته یادونه اړينه بولم، چې دا څو لاندې عمليې په پام کې ونیسي. کیدی شي یو شمېر لیکوالانو به خپله مقاله یا کتاب پای ته نږدې کړی وي یا به يې بیا ځلې خپروي، که یادې تيروتنې په کې وي نو د اصلاح آسانه لاره يې دا ده:
لیکنه یا کتاب په ورډ کې پرانيزئ، بیا CTRL+H کيکاږئ او تاسو ته به داسې کړکۍ پرانيستل شي لکه لاندې انځور کې (موږ دلته کامه په کې ځای کړې، چې له هغې مخکې فاصله ده او موږ باید دغه فاصله ليرې کړو):
C:UsersRohiDownloadsCapture.PNG
په انځور کې وينو چې د Find what په ځای کې له کامې نه مخکې موږ فاصله ورکړې او بیا کامه لیکل شوې او تر هغې لاندې په Replace with کې يوازې کامه لیکل شوې. اوس که موږ د Replace All ټنۍ کيکاږو، نو په ټول متن او کتاب کې به له کامې نه مخکې فاصله ورکه شي او ټول به تعویض شي.
همدا ډول که له کامې يا کوم بلې لیک نښې نه وروسته فاصله نه وي ورکړل شوې، نو هماغه لیک نښه په پاسنۍ کړکۍ او لاندې کې تر هماغې نښې وروسته فاصله ورکړئ او بیا د Replace All ټنۍ کیکاږئ او په ټول متن یا کتاب کې به تر هماغې لیک نښې وروسته فاصله راشي. تاسې د نور لیک نښو او یا کلمې د بدلولو لپاره هم له همدې عمليې نه ګټه پورته کولی شئ.
هيله ده، چې دغه لیکنه زموږ لوستونکو لپاره ګټوره تمامه شي.
په درنښت
tags

ستاسې تبصرې

*


Top