د بریالیو کارمندانو لس چلندونه

د بریالیو کارمندانو لس چلندونه



   ولې داسې ښکاري، چې ځینې کسان په ډېرې آسانۍ د پرمختګ پوړۍ په خپل واک نیسي او پورته ځي، په داسې حال کې، چې ځینې نور کلونه کلونه په هماغه ځای کې چې دي پاتې کېږي ؟ ښایي فکر وکړئ، چې دلیل یوازې دادی، چې د پرمختګ وړتیا نه لري لکه: ښه ماغزه، استعداد او ډله، خو بل څه هم په همدې کچه ارزښت لري، چې عبارت له چلند څخه دی.
   د خوشبینۍ د کتاب لیکوال ډاکټر مارټین سلیګمان موندلې ده، چې چلند د IQ، زده کړو او نورو لاملونو په پرتله د بریا له پاره تر ټولو غوره ټاکونکی لامل دی، نوموړي ومونده، چې مثبت افراد ښه او روغ ژوند کوي، غوره اړیکې لري او په خپل کار کې پرمختګ کوي. دغه راز نوموړي دا هم ومونده، چې مثبت فکره کسان ډېرې پیسې ګټي. 
۱ ـــ زه د خپل برخلیک مسؤول یم:
    که چېرې په خپل ټول کاري ژوند کې د هیجاني پېښو په تمه واوسئ، نو په احتمالي توګه تمې به مو اوږدې شي. بریالي کار پوهان هغه کسان دي، چې په خپله بهر کېږي او دا پېښه را منځته کوي، نو هڅه وکړئ، خپل کار ته په توپیري نظر وګورئ، خپل کار به مو تر وروستۍ کچې پرمخ بیولی وي او مسؤول یې یوازې او یوازې تاسو خپله یاستئ.    
۲ ـــ هر څه شوني دي:
   فکر کوئ، هېڅکله نه شئ کولای، چې د مرستیال رییس مقام ته ارتقا وکړئ، نو ډاډه اوسئ، چې نه شئ کولای. په یاد مو وي: که چېرې فکر کوئ، په ډېر زیات احتمال سره نه شئ کولای.
۳ ـــ هېڅ کار دومره کوچنی نه دی، چې ښه یې ترسره کړئ:
    هېڅکله نه پوهېږئ، چې نور به تاسو ته متوجه شي یا نه. دا د دې له پاره یو دلیل دی، چې په خپل کار باندې وویاړئ ـــ په ټولو یې. د یوه شرکت عامل مدیر ویل، چې لومړی کار یې دا و، چې د توکو له ګودامونو څخه یې لیدنه کوله او چک کول یې او ډېر ژر د خپلو هڅو او ښه کار له امله وپېژندل شو. بل ځل مو که وغوښتل، خپل کار له سره تېر کړئ، ځکه فکر کوئ، چې تاسو ته د چا پام نه دی. دا په یاد ولرئ.
۴ ـــ له افرادو څخه یو یو یې ستاسو له پاره یوه مهمه اړیکه ګڼل کېږي:  
    سره له دې، چې اړینه ده، په خپل کاري چاپېریال کې غوسه ناک واوسئ، خو کولای شئ له خپلو شاوخوا خلکو سره په مهربانۍ چلند وکړئ. فکر کوئ، چې له عامل مدیر او منشي سره ښه اړیکه ټینګول ارزښت نه لري، خو ډاډه اوسئ، چې له تاسو سره به ډېره زیاته مرسته وکړي. له خپلو شاوخوا خلکو سره مودبانه چلند وکړئ، ځکه نه پوهېږئ، چې دا خلک به مو په کوم ځای کې په درد وخوري.
۵ ـــ زه د دې کار او له دې څخه لوړ کار د ترسره کېدو له پاره جوړ شوی یم:
    که چېرې ټوله ورځ په دې فکرونو سره تېره کړئ، د کوم کار مسؤولیت چې درسپارل شوی دی، ورته نه یاستئ جوړ شوي، نو کاري وړتیا به مو په شدت سره راښکته شي. ښایي کار مو په بشپړه توګه له تاسو سره موافق نه وي او نه مو خوښېږي، خو بریالي کارمندان داسې چلند کوي، چې ګواګې خپل د خوښې وړ کار یې دی. مهمه نه ده، چې کار یې څه وي.
۶ ـــ دا چې څه پوهېږم بسنه نه کوي، دا چې کوم کسان پېژنم مهم دي:
   بریالي کارمندان د شرکت د دنننیو او بهرنیو اړیکو په ارزښت باندې پوهېږي او ترې خبر دي. باید وکولای شئ، د ځان له پاره ځانګړې فعالې اړیکې جوړې کړئ، خپل همکار ته د ډوډۍ له پاره بهر بلنه ورکړئ، له خپلو څو همکارانو سره، له ګډ کار وروسته یوه هوټل ته لاړشئ، د خپلې ټولنې ځانګړی غړی واوسئ. د خپلې راتلونکې له پاره اړیکې جوړې کړئ.
۷ ـــ آیا کولای شم، کوم بل کار ترسره کړم ؟:  
   له هغه ځایه، چې خپل برخلیک مو په خپل لاس کې دی، په خپل کار کې د پرمختګ او لوړاوي له پاره باید لارې پیدا کړئ او خپل کار ته پام وکړئ. د یوې اضافي پروژې د اخیستلو له پاره داوطلب شئ. یو نوی مهارت زده کړئ، چې ستاسو پوهې او لوړاوي ته پام ډېر کړي، له خپلو همکارانو سره د مرستې له پاره، تر ډېر وخته په کار کې پاتې شئ. بریالي کارمندان هغه کسان نه دي، چې یوازې خپل کار ترسره کوي او وروسته کار ځای پرېږدي او ځي. هغوی د نورو د پام د را اړولو له پاره، د نورو لارو چارو په لټه کې دي.
۸ ـــ ماتې د بریا له پاره لارې خلاصوي:  
   سره له دې، چې داسې ترسترګو کېږي، چې ځینې اصلاً په هېڅ کار کې له ماتې سره نه دي مخ شوي، واقعیت دا دی، چې ټول له ماتې سره مخ کېږي، د بریالیو او ناکامو کسانو ترمنځ توپیر له ماتې سره د هغوی د چلند په ډول کې دی. هغه چې بریا ته رسېږي، داسې کسان دي، چې له خپلو تېروتنو څخه یې درس اخیستی دی او مخ پر وړاندې روان دي.
۹ ـــ زه د خپل ځان تر ټولو ستر ملاتړی یم:  
   په دې تمه یاستئ، چې په شرکت کې یو څوک ستاسو استعدادونه او هڅې را پیدا کړئ ؟ ښایي نور یې وخت را رسېدلی وي، چې د خپلې هڅونې شپېلۍ په خپله ووهئ، د خپلو لاسته راوړنو او د هغو کارونو په اړه، چې د شرکت له پاره مو ترسره کړي دي، خبرې وکړئ. بریالی کارمند پوهېږي، چې څنګه خپلې لاسته راوړنې او بریاوې، پرته له دې چې له ادعا څخه ډکې معلومې شي، د ټولو غوږونو ته یې ورسوي.  
۱۰ ـــ زما د اندازه کولو د دستګاه موکه هېڅکله نه ګُل کېږي:   
    هو داسې ورځې به وي، چې یوازې غواړئ په شته حالت باندې خوشاله واوسئ، خو په یاد مو وي، چې بریالي کارمندان تل د پرمختګ په فرصتونو پسې ګرځي. د ښو فرصتونو د موندلو له پاره مو تل خپلې سترګې، غوږونه او ذهن پرانیستي وساتئ، ځکه نه پوهېږئ، چې موکه څه وخت را مخته کېږي، چې د کار بهیر ته مو بدلون ورکړي. 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top