بلاک واټر د افغان پر غوښه نېښ لګوي

بلاک واټر د افغان  پر غوښه نېښ لګوي



بلاک واټر امریکايي کمپنۍ چې په عراق، ویتنام کې یې د تر شا تریخ، او بوږنونکي پس منظر لرونکي ده؛ او د وحشت سترې بېلګې یې تر شا پريښي او د هېوادونو په سیاستونو کې د ژورې مداخلې او ريښو غزولو سرطاني پدیده بلل کیږي؛ اوس غواړي چې یاده امریکايي پروژه په یوه نوي نقاب کې پر افغان خاوره خپل سر راښکاره کړي؛ او په سیمه او افغانستان کې د امریکا اوږد مهال پروژو د تطبیق لپاره د یوې بلې تورې بلا دروازه پر افغان خاوره خلاصه کړي او خپل تازه غاښونه موخو ته د رسیدو په پارپه  افغانانو باندې پڅ کړي د امریکا تر ټولو لوی هدف په اوسنیو شرایطو کې دادی؛ چې د اسلامېزم اډانه وپشي او خپلو صلېبي موخو د تطبیق لپاره د مذهب ، په اور کې یو بل سره راښکېل کړي؛ افغانان چې تر ډېره خپلو کلتوري ارزښتونو ته ژمن خلک دي؛ امریکا وروسته له اوولس کلنې ناکامې تجربې څخه چې افغانان یې په یو نه یو ډول سره ووژل ددې لپاره چې خپله ناکامي په یو بل ډول سره جبران کاندي هڅه یې وکړه چې د ولسمشر ټرمپ د ادارې په راتګ سره د سي، ای، اې نوي پلانګذاري چې بلاک واټر کمپني ده؛ پر افغان حکومت ومني او هغوی سره د یوه ځانګړي قرارداد په اساس په اختصاصي شرایطو نوموړي داسې واښايي چې ګواکې موږ په افغانستان کې د امریکايي قونسلګریو د ځانګړي امنیت په خاطر افغانستان ته د بلاک واټر کمپني لېږدوو؛ اوس پوښتنه دا پېدا کیږي چې پخوا تردې چې له بلاک واټر کمپنۍ سره قرارداد وشي په افغانستان کې د نوموړو قونسلګریو امنیت چا تاضمین کاوه ایا وضعیت تر پخوا ډېر بحراني شوی دی؟ ایا افغان حکومت پدې نه پوهیږي چې بلاک واټر د خپلو رذلتونو په سبب خپل نوم او څېره ته د څه لپاره تغیر ورکړ؟ په عراق کې نوموړي کمپنۍ په څومره شمېره کې عراقي بې ګناه وګړي ووژل؛ بلاک واټر کمپنۍ په عراق او ویتنام کې هغه نادودې وکړې چې په هیڅ صورت د توجیې وړ نه دي.
 دوی همداسې تمه درلوده چې ګواکې بلاک واټر کمپني په عراق کې د امریکايي تاسیساتو ساتنه وکړي خو داسې ونه شول عراق یې د عیسویت لوی مرکزونه له دې لارې فعال کړل بلاک واټر کمپني په عراق کې مذهبي ګډوډیو ته لار هواره کړه؛ پدې پلمه چې امریکايي تاسېساتو ته له پلانۍ سیمې څخه خطر متوجې دی نو په همدې عملیاتي پلان سره به یې په لس ګونه بې ګناه خلک ووژل یوه سخت دریځي په سر بشپړ کلی او قوم له منځه وړي؛ لوی کوچنی ورته مهم نه دی بلکې خپلې موخې ورته تر هرڅه معتبرې دي خدای مه کړه افغانستان هم د عراق او ویتنام او نورو هېوادونو په برخلیک اخته نه کړي؛ او د روانو وحشتونو سره، سره یو بل وحشت سره مخ نه شو هیله ده افغان حکومت امریکا سره له دې وروسته مختاطانه سیاست وکړي؛ او د امریکا د ناکامو تجربو د تکرار لپاره په لوی لاس د افغان وژنې قراردادونه لاسلیک نه کړي کنه تاریخ به یې ونه وبښي. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top