د زمری ۲۸ د هیواد د خپلواکۍ ورځ

د زمری ۲۸ د هیواد د خپلواکۍ ورځ



د یوه هیواد خپلواکي په دې کي ده چي د هیواد ټولي چاري په خپل لاس کي وي او په رسمي توګه کوم بل پردی هیواد ته د لاسوهني اجازه ور نه کړي .د افغانستان د خپلواکه کیدو او په خپله د نورو سیالو هیوادو په څیر په پښو دریدو انګیزه چي له نن څخه ۹۸کاله پخوا علیحضرت غازي امان الله خان پیدا او خلکو ته یې ورکړه او په بریا سره یې د خلکو په مرسته د هیواد دا هیله پوره کړه . غازي امان الله خان چي د افغانستان د مشروطه او خپلواکي غوښتنکو شاهانو څخه وه ، په ۱۲ کلني کي د عین الدوله په نوم و نومول شو. نوموړی د پلار له مړینه ورسته په ۲۷ کلني کي واک په لاس واخیست او په ۱۹۱۳ کال کي یې په شهراراء كي د ثریا طرزي محمود طرزي لور سره واده وکړ . غازی امان الله ان د ۳۱ کاله تبعید څخه ورسته په ۱۹۶۰ کال کي د سرطان ناروغي له امله سترګي له دې نړۍ پټي کړلې .د تاريخ پوهانو په وينا افغانستان د امان الله خان په وخت کي په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخوکي ډير پرمختګونه وکړل.غازی امان الله خان د پلار له مرګه ورسته د خپلي پاچاهي او ورسره سم یې د هیواد د خپلواکۍ اعلان وکړ، هغه مهال افغانستان دانګریزانو یو نیمه مستعمره هیواد و چې په داخلي سیاست کې ازاد خو په بهرني سیاست کې په انګریزانو پورې تړلی و، انګریزانو د امان الله خان دغه اعلان ته ارزښت ور نه کړ نو هماغه و چې غازي امان الله خان  د انګرېزانو د ښکیلاک په وړاندې  په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ په پایله کي د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ چي د ۱۹۱۹ کال د اګست د ۱۹نیټه سره سمون خوري انګلیسان د افغانستان د خپلواکي د معاهده په لاسلیک مجبوره شول ، د غازي امان الله خان د  واکمنۍ لس کلنه دوره د خپلواکۍ او بې سارې ټولنیزو او صنعتي پرمختګونو  پېر ګڼلی شو. امیر امان الله خان چي خپل هیواد یې د قدرتمندو خپلواکو هیوادو په کتار کي راوسته دا کار بریتانویانو ته نه زغمونکی وه .هغوی د غازی امان الله خان په پرمختیایې چارو کي لاس وهني پیل کړې او خنډونه یې رامنځته کول لکه د نالوستي حبیب الله کلکاني چي په (بچه سقا) مشهور وه واک ته رسیدل . د اروپا څخه بیرته دامان الله خان را تګ هیواد ته هغه دې ته مجبور کړ چي خپله استعفا وړاندي کړي ځکه نه یې غوښتل د خلکو ویني توي شي . د خپلواکي لمانځه هغه ونې ته اوبه ورکول دي چي کلونه پخوا ددې وطن غازیانو په خپله وینه اوبه کړې وه .د خپلواکي په لمانځه د ځوانانو مینه د وطن په وړاندي راویښییږي او پیاوړې کیږي همدارنګه د قربانۍ شوو غازیانو ستر کار ستایل کیږي او بهرنیانو ته یو ځل بیا هیواد د یوه خپلواکه هیواد په توګه ښکاره کیږي .د ۱۳۸۷ کال برید د مجاهیدینو د بریا پرجشن ددې لامل شو چي د خپلواكي ورځ په راورسته کلونو کي په لږ رنګ او خوښي سره ولمانځل شي . د دښمنانو هیلو ته د ډبري ایښودل خپله د دولت او ولس په لاس کي هم دي دولت د امنیت په راوستو او ولس د خپلو نیکو احساستو په ښکاره کولو سره کولای شي په بې ساري ډول دا له ویاړ ډکه ورځ ولمانځي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.ع شریف زاړ

    سلام

    ملی حا کمیت د خاورې تمامیت  اد ملی ارادی عملی بڼه دیوې ټولنې له غپلواکۍ او استقلال نه   نمایندګی کوی د خپلواکۍ مانا داده  چۍ د ټولنۍ ټول غړی بشپړ اخلاقی مذنی ثقا فتی او  ټولنیزه  حق تر لا سه ګولی شی  او  په هیڅ دانحصار تر اغیز لاندې نه وی  خپلواکی باید طبیعی بڼولری او له هر ډول ظاهری چل او فساد نه په امن کې وی  خپلواکی ځان ته خپلواک  سپېڅلی کود لری او هېڅ ډول د بل چا مداخله او لا س وهنه نه منی  خپلوا ک ژوند د انسا ن لپا ره ښځه وی او که نر سکون ویاړ غرور او ملی هویت راولی دا ځکه چې پروردګارعالم انسان ازاد او خپواک پیداکړی دی او انسا ن ته ېې د پوهې امتیز ورکړی فرما چې خلق الا نسا ن ما لا یعلم،،،،،،،،،،،،،
    کمزورتیا او بد مزغی داده چې مونږ دجا پان هېواد دخپلواکی همزولی یو  ولې زمونږ ناولی ګله په دریم کلی کی د بغاوت ایتلاف کوی او کله بیا پهکوڅو کی خیمی وهی
     

     

*


Top