ټرمپ امریکا کې د نژاد پالونکو ترمینځ شخړه په کلکه غندلې ده چې له امله یې مرګ ژوبله پېښه شوې

ټرمپ امریکا کې د نژاد پالونکو ترمینځ شخړه په کلکه غندلې ده چې له امله یې مرګ ژوبله پېښه شوې



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هیواد په ویرجینیا ایالت کې د نژادپالو ترمینځ نښته په کلکو ټکو غندلې ده.
یاده نښته د ویرجینیا ایالت په شارلوسولیک ښارګوټي کې رامینځ ته شوه چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
مرګ ژوبله وروسته له هغې رامینځته شوه چې یوتن پر اعتراض کوونکو موټر وخیږاوه چې له امله یې یو تن مړ او ۱۹ تنه ټپيان شول، وروسته له هغې ۲ تنه نور په یاده سیمه کې د چولکې لویدلو له امله مړه شول.
ټرمپ ویلي چې د یاد ایالت له والي سره یې خبرې کړي دي ترڅو داسې ډول اعتراضونه سمدستي بند شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top