کویټه کې چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کویټه کې چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې



د بلوچستان مرکز کوېټه کې د پاکستاني پوځیانو په یوه موټر پسې د چاودنې له امله ۸ تنه پوځیان وژل شوي او ۷ تنو ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان پوځي چارواکي وایي چې په یاده چاودنه کې ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي چې د یادې بمي چاودنې له امله یو شمېر موټر هم زیانمن شوي دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې بلوچ بېلتونپالي د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top