نیکلسون وایي افغان سرتیري په ویاړ جګړه کوي

نیکلسون وایي افغان سرتیري په ویاړ جګړه کوي



په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان سرتېري په ویاړ سره جګړه کوي. په هیواد کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن یادې څرګندونې کړي دي.
نوموړي چې د افغان ځواکونو له معلولو پوځي لوبغاړو څخه یې لیدنه کوله ویلي زیاته کړې ده چې افغان سرتېرو خپله ازموینه ورکړې ده او بریالي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې جګړې لا سختې شوي دي.
افغان معلول لوبغاړي به په راتلونکو ورځو کې د ماتې نه منونکو معلولو لوبغاړو په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي چې د ۱۶ هیوادونو لوبغاړي پکې لوبې کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top