سعودي عربستان او د افغانستان قضیه

سعودي عربستان او د افغانستان قضیه


له تېرو دوو اوونیو راهیسې سعودي عربستان د افغانستان په تړاو دوه ځله څرګندونې کړې دي. ریاض، لومړی په کابل کې د عراق پر سفارت شوی برید وغانده او له افغان حکومت سره یې د «تروریزم» پدیدې د ختمولو په پار، د همکارۍ ژمنه وکړه. وروسته په افغانستان کې د سعودي سفارت شارزدافیر مشاري مزغل الحربي هم له بي بي سي سره په يوه مرکه کې طالبان د یوې «ترهګرې» ډلې په نوم یاد کړل او پر قطر یې هم تور ولګاوه، چې له طالبانو سره مرستې کوي. ده وویل: «د قطر حکومت د یو شمېر ترهګرو ډلو مشران په خپله غېږه کې ساتلي او په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي».

د سعودي دا ډول څرګندونې په وروستیو دوو لسیزو کې بې‌سارې دي او له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ریاض دا ډول څرګندونې، له افغان چارواکو سره کتنې او افغانستان ته د قطر د غیرمقیم سفیر سفر، د دې ښکارندويي کوي چې د خلیج ډيپلوماتیک بحران ریښې تر افغانستانه هم راغځېدلې دي.

په بل اړخ کې افغان طالبانو هم د سعودي د شارزدافیر پر خبرو غبرګون وښود او د قطر دفتر یې د افغانستان د قضیې د حل لپاره پرانیستی وباله. دوی له سعودي عربستانه وغوښتل چې د افغانستان په قضیه کې «مثبت» رول ولوبوي.

دا چې د افغانستان په قضیه کې د سعودي رول څه ډول دی؟ د افغان طالبانو او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي اختلافات له کله پیل شوي او سعودي په افغان سوله کې څه کولای شي؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو دلته څېړلي دي.
 

په افغان قضیه کې د سعودي رول

افغانستان په تاریخي توګه په سعودي کې له موجودو حکومتونو سره هلته د مذهبي مقدساتو له کبله، ښې اړیکې لرلې دي. خو د آل سعود له کورنۍ سره یې نږدې اړیکې بیا د محمد داوود خان د صدارت په دوره کې پیل شوې. هغه مهال داوود خان غوښتل، چې ځان د شوروي له ملګرۍ لرې او د شوروي پر مرستو ډېر متکي نه وي. له همدې کبله یې سعودي ته سفر وکړ او له هغه هېواده یې یو شمېر مرستې هم ترلاسه کړې؛ خو د ثور کودتا او د شورویانو یرغل بیا د افغان حکومتونو او سعودي ترمنځ اړیکې خړې پړې کړې.

سعودي د ثور له کودتا وروسته او د طالبانو تر راتګ پورې، د افغان حکومتونو پرځای له افغان مجاهدینو او په پاکستان کې له افغان مهاجرینو څخه پراخ ملاتړ وکړ. د افغان جهاد پرمهال تر ډېره د سعودي مالي او بشري مرستې وې، چې افغان مجاهدین او مهاجرین یې تکیه کړي وو.

کله چې طالبانو کابل ونیوه، نو سعودي د مجاهدینو له حکومت وروسته په لومړي ځل د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او په دې توګه له پاکستان او عربي اماراتو وروسته درېیم هېواد شو، چې داسې یې وکړل. د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته هم، سعودي عربستان له نوي افغان حکومت سره خپلې مرستې پيل کړې، د توکیو په ۲۰۰۲ کال کنفرانس کې یې له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه. وروسته یې هم څو ځله له افغانستان سره مرستې وکړې؛ خو بیا هم له افغانستان سره د نورو هېوادونو په پرتله د سعودي د مرستو حجم کم و.

سعودي له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان په قضیه کې اساسي لوبغاړی و او تر ډېره یې د افغانستان د سولې په پروسه کې فعال رول لوبولی و. د جهاد پرمهال له افغان جهادي ډلو او کډوالو څخه د بې‌کچې ملاتړ له کبله، پر دغو ډلو یو څه نفوذ هم لري. دغه راز د مسلمانانو د دوو مقدسو ځایونو له کبله، د اسلامي نړۍ زړه بلل کېږي او ډېری ورته په احترام قایل دي. له همدې ځایه وه، چې حامد کرزي هم د خپلې دورې پرمهال څو ځله سعودي ته سفرونه وکړل او له ریاض څخه یې وغوښتل، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته هم، د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ځل بیا فعال رول ولوبوي. مګر د حامد کرزي دا هڅې تر ډېره ناکامې شوې او سعودي عربستان هغسې فعال رول ونه شو لوبولای، څرنګه یې چې د افغان جهاد پرمهال لوبولی و.
 

د طالبانو او سعودي عربستان سیاسي اختلافات

د افغان طالبانو او سعودي عربستان ترمنځ لومړي سیاسي اختلافات د اسامه بن لادن د قضیې پر سر هغه مهال راپورته شول، چې اسامه په ۱۹۹۸ کال کې په شمالي افریقا کې، په یو شمېر امریکايي سفارتونو په بریدونو کې تورن شو. په همدې موخه د سعودي د استخباراتو مشر ترکي الفیصل افغانستان ته سفر وکړ او په کندهار کې یې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره ولیدل. د یو شمېر کتابونو له مخې، دغه کتنه ترخه وه او د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، سعودي عربستان د افغان حکومت ملاتړ وکړ. له همدې کبله وه، چې کله په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو ديپلومات سيد طیب اغا له سعودي عربستانه وغوښتل، چې د دوی کوربه‌توب وکړي، نو ریاض د طالبانو پر وړاندې دوه شرطونه کېښودل: لومړی، له القاعدې سره به پرېکون اعلانوي؛ دویم، د افغانستان اساسي قانون به مني؛ خو دغه دواړه شرطونه طالبانو ونه منل او دا يې د دوی له کوربه‌توبه د سعودي انکار وباله.

وروسته، چې کله افغان طالبانو په منځني ختیځ کې له قطر او ایران سره روابط زیات کړل؛ دغه کار هم د سعودي-طالبانو پر اړیکې ژوره اغېزه وښندله او له همدې ځایه ده، چې اوس ریاض په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخالفت کوي او ترڅنګ یې په ټیټه کچه طالبان د یوې «تروریستي» ډلې په توګه هم پېژني.
 

افغانستان او د خلیج ډيپلوماتیک بحران

د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې په خلیج کې هغه مهال ديپلوماتیک بحران رامنځته شو، چې کله سعودي عربستان، بحرین، مصر او عربي متحده اماراتو په لسو دقیقو کې دننه یو پر بل پسې له قطر سره ديپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ترڅنګ یې په جغرافیايي او اقتصادي توګه د قطر د منزوي کولو هڅه هم وکړه. په ښکاره توګه د دغه بحران تر شا پر قطر د یو شمېر خلیجي هېوادونو دا تورونه وو، چې د ځینو «تروریستي» ډلو ملاتړ کوي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د سعودي شارزدافیر د ریاض تګلاره روښانه کړه او ویې ویل، چې سعودي عربستان طالبانو ته دا مهال د يوې «ترهګرې» ډلې په سترګه ګوري او له قطر سره يې اړیکې ورته د اندېښنې وړ دي؛ دوی په قطر کې د طالبانو له دفتر سره کلک مخالفت لري؛ ځکه د دوی په اند، دا له طالبانو سره د مرستې یوه سرچینه ده؛ د دغه دفتر له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې نیسي، مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي.

د سعودي له‌خوا دا ډول څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د قطر غیرمقیم سفیر "صفر بن مبارک المنصوري" کابل ته سفر وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې وکتل. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغې کتنې په تړاو ډېر څه نه دي راغلي؛ خو د یوې سرچینې له قوله، قطر له افغانستانه د خلیج په ډيپلوماتیک بحران کې ملاتړ غوښتی. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان حکومت هم خپله څو میاشتې پخوانۍ غوښتنه، چې افغان ولسمشر د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال کړې وه، بیا تکرار کړه. هغه مهال افغان ولسمشر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر تړلو سربېره د طالبانو د مالي سرچینو وچولو او د پګواش موسسې د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه. له دې یوه نیمه میاشت وړاندې، په افغانستان کې د مصر سفیر او د سعودي اوسني شارزدافیر هم له حامد کرزي سره په همدې موخه لیدلي وو او له هغه يې غوښتي وو، چې د خلیج په ډيپلوماتیک بحران کې د قطر پرضد د مصر او سعودي ننګه وکړي. په دې توګه، د خلیجي هېوادونو د دوې میاشتې وړاندې پیل شوي ديپلوماتیک بحران ريښې افغانستان ته هم راوغځېدې.

افغان حکومت هم په دوه‌لارۍ کې واقع دی. له یوې خوا غواړي، چې که طالبان خبرو اترو ته نه حاضریږي نو په قطر کې دې د طالبانو دفتر وتړل شي او له دې لارې د طالبانو د ډيپلوماسۍ په لاره کې خنډ وګرځي. خو په بل اړخ کې د ملي یووالي حکومت د افغانستان په تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله له سعودي عربستان سره هم پياوړې اړیکې لري. نو ځکه به ښايي ونه غواړي، چې د خلیج په ديپلوماتیک بحران کې دخیل شي؛ مګر بيا هم په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او له سعودي سره د افغان حکومت ستراتېژيک ډوله اړیکې به، له دې دواړو څخه د يوه لوري په لور تګ اغېزمن کړي.
 

سعودي په افغان سوله کې څه کولی شي؟

له تېرو څو لسیزو راهیسې کابل د افغانستان د قضیې د حل لپاره تل پاکستان او سعودي عربستان ته سترګې اړولې دي. له همدې ځایه ده، چې حامد کرزي او بیا اشرف غني هم د افغانستان د جګړې پای ته رسولو په خاطر، له سعودي مرستې وغوښتې.

په بل اړخ کې، سعودي تر دې مهاله هم، پر افغان طالبانو نفوذ لري. له همدې امله ده، چې د سعودي له‌خوا پر طالبانو د «تروریستي» ډلې د تور په غبرګون کې دغې ډلې په خپله اعلاميه کې نور هېڅ نه دي ویلي او یوازې یې د قطر سیاسي دفتر د موخې سپیناوی کړی او ترڅنګ یې د افغانستان د قضیې حلولو په تړاو، له سعودي څخه د «مثبت» رول غوښتنه هم کړې ده.

همدا ښه فرصت دی، چې سعودي د خپل پراخ نفوذ او په اسلامي نړۍ کې د روحاني او مذهبي مقام له کبله، د دا ډول څرګندونو پرځای د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ منځګړيتوب وکړي؛ ځکه دواړه ښکېل لوري پر سعودي نیک باور لري او دا به په اسلامي نړۍ کې د سعودي عربستان پر نرم ځواک هم خورا مثبت اغېز وکړي. د دې ترڅنګ د ټرمپ ادارې او ریاض ترمنځ هم، د اوباما د دورې په پرتله اړیکې ښې دي، کوم څه چې د افغانستان د سولې پروسې پر بريا مثبت اغېز ښندلی شي.

tags

ستاسې تبصرې

*

Top