ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی

ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی



وروسته له هغې چې افراطي ملا او د جمعيت اصلاح سياسي جريان مشر ملا صبور تير کال د افغانستان د خپلواکۍ اتل ستر غازي امان الله خان باندې د کفر فتوا ورکړه او نوموړی يې بې دينه ياد کړ؛ اوس يې يو ځل بيا ستر غازي پسې؛بد رد ويلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې د ملاصبور بيلابېلې څرګندونې رااخيستل شوي چې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې. ملا صبور ويلي چې د انګريزانو په مقابل کې د امان الله خان جنګ غزا، نه بلکې بغاوت و. همدارنګه صبور زياتوي؛ د امان الله خان کافر محبوبیت ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او خلک یې خپل ملي اتل او غازي بولي، په مونږ ټولو فرض ده چې مخه یې ونیسو. د ټولنيزې ميډيا ځينې کارونکي بيا د ملا صبور له خولې وايې چې ويلي يې دي څوک چی د خپلواکۍ جشن لمانځي مرګ يې روا ده ځکه چی امان الله خان کافر وو.
له نېکه مرغه تيره ورځ په ارګ کې افغان ولسمشر غني يو ځل بيا د افراطي ملا صبور په خولې د افغانیت کلک ګوزار ورکړ او د ځوانانو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې غازي امان الله خان د ټول ولس قهرمان او د تاريخ اتل ياد کړ. دا د جمعيت اصلاح سياسي جريان د مشر ملا صبور په خولې کلک ګوزار و چې غني ورکړ او ثابته يې کړه چې غازي امان الله خان تر هغې ډير لوړ دی کوم چې ملا صبور او يا د هغې همنظره يې فکر کوي.
د ستر غازي او د افغانستان د خپلواکۍ د اتل امان الله خان شخصيت، علميت او همت خو د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته ښکاره دی او کال په کال د زمري ۲۸ نېټه په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د نور مجاهد ولس په مرسته غازي امان الله خان د وخت له ستر ځواک انګريز څخه ترلاسه کړې. د ستر غازي مېړانه زمونږ د ولس د فرد فرد په ذهن کې شته او د تاريخ په زرينو کرښو ليکل شوې ده. د سپې په خوله سيند نه مرداريږي، دلته که د آی ايس آی په پيسو چليدونکی افراطي ملا صبور د ستر غازي پسې هر څه وايې؛ د خلکو په زړونو کې د غازي محبوبيت لا زياتيږي او ورځ تر بلې د ملا صبور اصلي څېره خلکو ته معلوميږي.
وایی چی یوه ملا د سهار لمونځ جماعت ورکاوه نو د اول رکعت په سجده کې ترې باد ولاړل او نری اواز یې وکړ. په لومړي صف کې ولاړو مقتديانو يې اواز واوريد خو ملا فکر وکړ چې چا به اوریدلی نه وي. په ډاډه زړه يې جماعت ته دوام ورکړ او ښه اوږده سورتونه یې په کې وویل. کله چې جماعت خلاص شو نو یو سړي ملا ته وویل چې واه ملا صیب واه ، څه کمال دې وکړ. په پنچر ټاير دې د کلي ټول خلک راورسول. نو اوس افراطي ملا صبور هم په دغه ډول کرغېړنو څرګندنو غواړي په پنچرو ټايرونو ستر غازي امان الله خان ته ځان ورسوي او هماغه ډول په خلکو کې شهرت پيدا کړي. چې اصلاً دا خوب و خيال دی چې د ملا صبور په شان پردي جاسوسان دې ګويا حتی په خوب کې هم د ستر غازي امان الله خان په شان د نوم او منزلت خاوندان شي.
که څه هم د ملا صبور ايمان له وړاندې خلکو ته معلوم و خو دا چې په وروستيو کې يې د انګريزانو په خلاف د ستر غازي امان الله خان مبارزه او جنګ بغاوت ياد کړ نو پر ځان يې پښه ټاپه ووهله چې دی (ملا صبور) اصلاً د انګليس جاسوس دی او د انګريزانو په غوښته د ډالرو په مرسته د افغانستان د ستر ملي شخصيت سپکاوی کوي. دا ځکه چې امان الله خان د مجاهد او غيور ولس په مرسته د وخت زبر ځواک انګليس پسې راواخيستله او ورته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او افغانستان ته يې د خپلواکۍ وياړ ورپه برخه کړ. اوس چې ملا صبور دانګريز په مقابل کې د امان الله خان جګړې او مبارزې ته بغاوت وايې؛ معنا يې همدا شوه چې ملا صبور د انګليس جاسوس او لاسپوڅي دی او څه چې ورته انګريز امر کوي هماغه ترسره کوي.
خو اصلي خبره دا ده چې ملا صبور ولې دومره زړور شو چې يو ځل بيا د افغانستان د خپلواکۍ ستر اتل غازي امان الله خان پسې خپله بوينه خوله راخلاصه کړي او پسې بد رد ووايې؟
تير کال هم ملا صبور ورته څرګندونې کړې وې او امان الله خان يې کافر بللی و، خو له بده مرغه چې هاغه مهال د ملا خبرې يواځې د ولس تر کچې وغندل شوې خو حکومت په کې خپل رول ادا نه کړ. حکومت بايد تير کال ملا صبور د افغانستان ملي نواميسو او تاريخي شخصيتونو ته د سپکاوي په تور د زندان تورو تمبو شا ته غورځولی وای خو له بده مرغه چې ولس قضايې او اداري ارګانونو او دا ارګانونو حکومت ته په تمه و، خو حکومت بېچاره خولو ته غټ سنګين قفلونه اچولي و او په غوږونو يې پردې ښکته کړې وې. نه يې ملا صبور ته څه وويل او نه يې د نوموړي سياسي جريان ته څه وويل. هماغه و چې ملا صبور زړور شو او يو ځل بيا يې د خپلواکۍ د ستر اتل په مقابل کې خپله بوينه خوله راخلاصه کړه. دا ځل باید حکومت د ملا صبور خبرې بابيزه ونه بولي ګنې خدای مه کړه سبا ته به يو ملا صبور په لسګونو ملا صبوران شي او بيا به مو د تاریخ هر ستر شخصيت د دغو وايروسونو له ضرره په امان نه وي پاتې.
لیکنه : خوشحال آصفي
tags

  

  

د خوشحال آصفي لنډه پيژندنه

په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په شهباز خان کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د نوموړي کورنۍ د اصفي د ښو زده کړو په موخه د میدان وردګو ولایت څخه د هیواد پلازمینې کابل ته وکوچیده. خوشحال آصفي تر پنځم ټولګي پورې ......
      

...

  

ستاسې تبصرې

  1. 1.ذبیح الله ابراهیمی

    اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

    ملا صبور یا ملا انګلیس یواځی نه ده بلکی په زرګونو نور انګلیسی ملایان له پخوا سلو کلونو راپدیخوا د افغانستان په عقیده پاخه ملت په منځ کی د امریکایی استخباراتو له لوری ټاکل شوی او ستال شوی دی چی نامی ملایانو  تل وروسته د خپل ماموریت نه د پای ته رسیدلو خپل خپل کتابونه لیکلی چی یو یی (البغدادی ملا) دی چی په اصل کی انګریز وو خو په افغانستان کی یی په لسګونو کلونو د اسلام ترنامه لاندی خلکو په غاړو کی د شیطانت تعویذونه وراچولی دی په دی یقین لرو چی امان الله خان سترغازی او شهید او قهرمان دی، نور نو ملت پر هرڅه پوهیږی هغه پخوانی بیچاره افغانان ځکه پری نه پوهیدل چی له تعلیمه لری ساتل شوی وه او وړانده چرګان وه د افغان نوی نسل د دیوث قبر په هدیره کی پیژنی غم مکوی.
     
    ژوندی دی وی ۱۹۱۹ ملی خپلواکی د انګریز ستره ماتی

     

    2.مسلمان

    ما فکر کاوه آصفی به يو منطقي سړی و، دروغ به نه وایي، په واقعيت ولاړه ليکنه به یې کړي وي، خو پوه شوم چې نه هسې بوس يې باد کړي دي، له لومړي سره تر آخره يې ټول دروغ باد کړي، وایي که دښمني کوي هم په انصاف يې کوه په لومړي سر کې خو يې د اسې دروغ او تهمتونه تړلي دي، چې حتی د مولانا عبدالصبور  په حواله بیخي درست نه دي، کنه سند دې وړاندې کړي، هسې بې سنده دروغ بادول د يو ژورنالست ځان بدنامولو پرته نور څه نه دي.
    خدای دې درته هدایت وکړي او بس

     

    3.Habib Khan

    #مولانا_صاحب_عبدالصبور وایی:
    "زمونږ ځينو وطني ورونو په خپلو کمنټونو کې د کانسرت بندول د انتقاد لاندی نيولی او پرې خفه شوي."

    "خو زه دې محترمو ورونو ته دا وايم چې د کنسرتونو او فضولياتو سره دوۍ ولې دلچسپي لري؟

    دا ورونه ولې د کنسرتونو په بنديدلو خفه کېږي؟
    آيا کنسرتونه د افغانستان په پرمختګ کې رول لري ؟
    ايا دا افغانستان د وروسته پاتې کيدلو لامل کنسرتونه دي؟
    که د Fulbright، نبراسکا او Harvard د پوهنتنونو نوي ريسرچونو کې دا راغلی چې کنسرتونو سره وطنونه پرمختګ کوي، نو بيا خو دا وروڼه ملامت نه دي ځکه چې دا خوراکي د غرب نه د راغليو افکارو د ردولو فکري او علمي توان نلري، نه يې دماغ داخبره تسليموي چې د غربيانو تحقيق به هم غلط وي؟
    خو د حيرانتيا خبره داده چې دلته په اروپا کې هيچا د موسيقی د پرمختګ لامل نده ګڼلې.
    ګرانو دوستانو!
    لږ سر ګريوان کې ښکته کړی او لږ فکر وکړئ چې موسيقي فضول شی دی، واقعت خو دا دی چې نه يې په دنيا کې څه ګټه شته، نه يې په اخرت کې.

    موږ نه دازادۍ د ورځې د تجليل مخالف يو، نه دکوم پاچا او شاه سره ضد لرو، دهر چا ښه کار ته ښه او بدو ته يې بد واييو.
    د يوکس د يوه ناکاره کار له امله په ښو کارونو بايد د تنسخ کرښه رانښکل شي، د افغانستان په استقلال کې د امان الله خان مرحوم کردار د ستاينې وړ دی، د هغه ددی کارونو تاييد زه هم کوم.
    خو د چا د نيکيو او اتلولۍ له امله د هغه ناوړه کارونه بايد تائيد نشي. دغلط کار تائيد د علمي او ايماني اساساتو خلاف کار دی.
    نه د چا محبت کې افرط په کار دی، نه چاسره دومره ضد په کار دی چې ښو کارونه ته يې هم بد وويل شي دا د بې انصافي خبره ده. الله ﷻ مونږ ته د خير لار راوښايي له افرط او تفريط نه مود الله ﷻ وساتي ...
    کاپی
     

     

*

Top