په میرزا اولنګ کې زیانونه زیات شوي

په میرزا اولنګ کې زیانونه زیات شوي


په سرپل کې چارواکي ويلي، چې د صیاد ولسوالۍ په میراز اولنګ کلي کې د بشري ناورین زیات شوی دی.

د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني بېګا ازادي راډیو ته وویلي، چې په میرزا اولنګ کې، غالباً د فرقه یې تعصب پر اساس، لس ګونه کسان چې د کلي مشران، ښځې او ماشومان پکې دي، وژل شوي دي.

 اماني زیاته کړې، چې دا ادعا د هغو معلوماتو پر اساس کوي چې له سیمې تښتېدلو خلکو ورسره شریک کړي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو کشفي ادارو هم داسې پېښه تائيد کړې ده.

 

tags

ستاسې تبصرې

*

Top