بامیان ولایت کې نشه يي موادو قاچاق زیات شوی

بامیان ولایت کې  نشه يي موادو قاچاق زیات شوی



چارواکي وایي، چې د بامیانو په ولایت کې د نشه يي موادو قاچاق زیات شوي دي.
د بامیانو ولایت له مخدره موادو سره د مبارزې ريیس ښاغلي حسین نظري ویلي، چې په دې ولایت کې د کوکنار کښت صفر اعلان شوی، خو په نورو ولایتونو کې تولید شوي نشه يي مواد د بامیانو له لارې د هېواد شمال او جنوب ته په قاچاقي توګه وړل کېږي.
بل خوا د سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې په باميانو ولايت کې د مبارزې پولیسو مبارزه ټکنۍ کړې، خو وایي، چې بیا هم په پايله کې يې باميان د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی دی.
د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت وایي، چې دوی د نشه يي موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره، خپل فعالیتونه تیز کړي دي.
خو ویل کېږي، چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې یې۵۰۰ کېلو ګرامه ډول ډول نشه يي مواد نیولي دي.
هلته د خلکو اندیښنې دي، چې ګواکې د دوی وګري په نشه یې توکو روږدې شوې دي او لامل یې هم همدا ښودل شوي، چې له یاد ولایت د نشه یې  توکو قاچاق زیات شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top