د بابړې د کربلا تلین !

د بابړې د کربلا تلین !



پاکستان د انګریز سامراج په نوښت د جناح په ناولې مشرۍ د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ د ملتونو د ویشلو، ځپلو او ډارولو په سیوري کې د نړۍ جغرافیې ته را ودانګل.
پاکستان د یوه نظریاتي ملک په توګه د اسلام د علمبردارۍ درواغجنه ناره پورته کړه، چې د انګریز نیرنګ څخه په ګټه اخیستنه یې وکولای شول د #پښتونخواه او #بلوچستان ښېرازه ځمکې هم په دې ناولې جغرافیې ورګډې کړي.
د پاکستان د جوړیدو لا کال پوره نه وه، چې د خدایي خدمتګارانو او بلوڅو ازادي غوښتونکو فعالیتونه پیل شول.
(انګلو ـ پاکستان) د ازادي غوښتونکو د سرکوبۍ په دوام پاچا خان، داکټر خان، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور او نور خدایي خدمتګاران ونیول او د انګریز په لاس جوړ شویو جیلونو ته واچول.
خدایي خدمتګارانو په سوله ائیز ډول د خپلو مشرانو د را خوشې کیدو غوښتنه کوله او د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ یې د یوې پراخې سوله ائیزې مظاهرې له لارې غوښتل خپل غږ پاکستانیو خونخوارو مشرانو ته ورسوي.
خلک د پروګرام مطابق له هرې خوا د چارصدې د بابړې میدان ته را روان وه، اصلي خبرې او مظاهره لا نه وه پیل شوې، چې د قیوم کشمیري په نامه صوبایي وزیر اعلی په ملکي خلکو د ګولیو د ویشتلو نامردانه امر وکړ.
ډزې تر هغو روانې وې، چې نور کارتوس له فوجیانو او ملیشو سره ختم شول.
دغه کربلا کې د تش لاس خدایي خدمتګارانو تر ۷۰۰ پورې کسان ځای پر ځای په شهادت ورسیدل او په زرګونو تنه ټپیان شول.
د یزید تنده لا ماته نه وه، ټولو سرکاري روغتونونو او هسپیټالونو ته امر شوی وه، چې د هیڅ ټپي علاج ونه کړي.
هغه وخت، چې پاکستان لا نه وه زیږیدلی قیوم کشمیری د کانګریس د ګوند غړی وه او یو اهم کتاب یې د(ګولډ اینډ ګن آن ده افګان بارډر) په نامه لیکلی وه، چې په کې د خدایي خدمتګارانو مبارزه ستایل شوې وه، خو د پاکستان په جوړیدو د مسلم لیګ په پوست ورننوت او د جناح پونجا ذهن یې د پښتون ټبر دښمنۍ ته نور هم متوجه کړ.
ښایې قیوم کشمیری به د نړۍ لومړی کس وي، چې په خپل لیکلي کتاب یې پابندي ولګوله. هغه حتی ستر پاچا خان په دې تورن کړ، چې ګویا د جناح د ترور پلان لري او هغه هم له پښتون او بلوڅ سره د دښمنۍ ټول انساني سرحدونه مات کړل.
په خپله ژبه د تعلیم نړیوال حق یې هم له پښتنو او بلوڅو واخیست، دا په داسې حال کې ده، چې سندیانو، پنجابیانو او بنګالیانو ته دا حق ورکړل شوی وه.
د بابړې میدان د بیګناه زرګونو انسانانو په وینو ولمبید او لا دا لړۍ په مختلفو شکلو او بهانو روانه ده.
د بابړې وینو تر اوسه یوازې دومره رنګ راوړی، چې د لسیزو نارو په پایله کې صوبه سرحد په خیبر پښتونخواه بدل شو او په مکتبونو کې د پښتو ژبې د رسمي کولو هڅې روانې دي.
د اګست د ۱۲ مې کربلا د اګست د ۱۴ ورځې یاد په پښتنو او بلوڅو کې داسې ورک کړی، چې له کرکې پرته ورته بل څه نه دي پاته.
د بابړې د شهیدانو د وینو پور به هله پوره شې، چې د استعمار کرښه د یوه ملت د خلکو له سینو د تل لپاره لرې شي.
بابړه هم تاریخ ده، هم ویاړ ده او هم هغه ځای، چې هر پښتون د پنجاب له غلامۍ د خلاصون نیت له هغه ځایه او هغه مزاره کوي.
#د_بابړې_تلین
tags

ستاسې تبصرې

*


Top